د نړۍ د خلکو د ناکامۍ کیسې؛ د دوی د کامیابۍ کیسې دي!

د نړۍ د خلکو د ناکامۍ کیسې؛ د دوی د کامیابۍ کیسې دي!



د نړۍ د ځینو خلکو د ناکامۍ کیسې د دوی د کامیابۍ کیسې دي؛ کیدای شي ډیر خلک ددې سره توافق ونه لري خو که چېرته دوی د نړۍ د ځینو اتلانو کیسې او بیوګرافۍ مطالعه کړي نو دوی به دا وویني چې په رښتیا په دې دنیا کې اکثره ګټونکي او کامیاب خلک په اول کې د زیات خنډونو او آن د ناکامۍ سره مخ وه، خو ولې دوی د وخت په تیریدو سره ډیر وړاندې لاړل، دوی د ژوند په مختلفو چارو کې پرمختګ وکړ او بالاخره د کامیابۍ میدان یې خپل کړ.
 
که انسان له ناکامۍ سره مخ کیږي، دا نو په ده پورې ارتباط لري ځکه چې طبعا به یې هڅه نه وي کړي او که چېرته د ګټې او لاسته راوړنې سره مخ کیږي نو دا هم دا مانا لري چې انسان متحرک او هڅاند دی؛ نو ددې لپاره چې حتما بریالي شئ نو حتما هڅه وکړئ، دا مه وایه چې ولې د ماتې سره مخ شوم او زه به د کامیابۍ چانس ونه لرم، ته هغه وخت له ریښتینې ماتې سره مخ کیږې چې کله له ماتې وروسته له بریالیتوب څخه ناهیلی شې.

یو کتاب « ته ګټونکی یې » کې لیکل شوي دي؛ په ۱۹۲۰ م کال کې اندرو کارنکي چې له سکاټلېنډ څخه امریکا ته لاړ نو هلته یې په لاس کې د توکو پلورلو څخه پیل وکړ او په امریکا کې د اوسپنې تر ټولو سترې فابریکې څښتن شو او وروسته بیا ۴۳ ملیونرانو دده لاس لاندې کار کاوه؛ پام مو وي چې یو ميلیون ډالر اوس هم ډېر ډېرېپیسې دي په داسې حال کې چې په ۱۹۲۰ کال کې یې ارزښت تر دې هم ډېر و.

ددې واقعې څخه داسې معلومیږي چې که سړی په هر لحاظ څومره په ټيټ حالت کې وي بیا هم هر مثبت لوری دده په لاس کې دی؛ کولای شي د خپلې معنوي قوې نه په استفادې سره ځان او د کورنۍ د ژوند مسیر ته تغیر ورکړي.

که تاسو تاریخ مطالعه کړئ او یا دتېر وخت نورې واقعې او کیسې واورئ نو دې نتیجې ته به ورسیږئ چې هغه کسان ډېر ژر د کامیابۍ ډګر ته رسیدلي چې دوی د بریالیتوب په لار کې له موانعو او خنډونو سره مخ شوي خو ولې دوی ناکامۍ عقیده نه لرله او نه یې هم دا ډار لره چې دوی به بیا ناکام شي نو په دې وجه یې خپل حرکت ته دوام ورکړ او بالاخره یې خپل نهایي هدف تر لاسه کړ.

تولستوی په پوهنتون کې ناکام شو خو ولې ناهیلی نه شو، حرکت یې وکړ، هڅه یې وکړه ؛ تردې چې وروسته د نړۍ د یوه مفکر په حیث را څرګند شو او د سیاست او ادبیاتو په ډګر کې یې لوی کارونه تر سره کړل، تردې چې د نړۍ تر ټولو ستر ناول یا رومان «جګړه او سوله» او نور په لسګونو اثار یې د بشر د استفادې لپاره ولیکل او پريښودل.
 
ټامسن انګرېز یو داسې څوک و چې د لټۍ او نه لیاقت له کبله له ښوونځي څخه وایستل شو او مور ته ور وستل شو او ورته وویل شول چې زوی د نور ښوونځي ته په ورتګ نه ارزي او باید له نن وروسته ښوونځي ته را نه شي؛ مور یې په زوی خواري وکړه او په کور کې یې د هغې په ښوونه او روزنه پیل وکړ، وروسته د ټامسن څخه د پريښنا مخترع جوړ شو کوم چې له هغې پرته د نړۍ اوسنی پرمختګ هيڅ امکان نه لري.

الله ج فرمایلي دي ؛ ما په حقیقت کې انسان له سپوږمۍ هم ښکلی پیدا کړی دی دا په دې مانا چې الله تعالی ټول مخلوقات د خپل اشرف المخلوقات یعنې انسان لپاره پیدا کړي دي او که چېرته انسان پیدا شوی نه وای نو الله ج دغه مخلوقات نه پیدا کول او الله ج وايي که ما خپل بنده نه وای پیدا نو ما خپله خدایي نه ظاهره کوله او نه مې آسمانونه او ځمکې پیدا کول.

انسان خدای ډیر ښکلی او له کمالونو ډک پیدا کړی دی، نو که چېرته خواري وکړي او هڅه وکړي، نو بلکل هغه څه تر لاسه کولای شي چې دی یې هيله او ارمان لري.

نو په پای کې ویلای شو چې د نړۍ د خلکو د ناکامۍ کیسې؛ د دوی د کامیابۍ کیسې دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top