هلمند: د يو شمېر مهمو پلونو او سړکونو سروې ترسره کيږي

هلمند: د يو شمېر مهمو پلونو او سړکونو سروې ترسره کيږي



روهي (يوه نۍ/۹ د مرغومي)، له کابل څخه هلمند ته د ټولګټو چارو وزارت له لورې د انجنيزانو ډله استول شوې، ترڅو په ياد ولايت کې د ځينو مهمو سړکونو او پلونو سروې ترسره کړي.

د هملند ولايتي چارواکو روهي ته ويلي، "د دغو سړکو او پلونو له جملې څخه د دولسو کیلو مټره په اوږدوالي د بست قلعه سړک، په نهر سراج ولسوالۍ کې د (۳۳۰) مټره په اوږدوالي د یوه پل جوړول، په لښکرګاه کې د هلمند پر سیند د (۳۰۰) مټره په اوږدوالي د پل جوړول او په دغه ولایت پورې اړوند د بست قلعه په سیمه کې د ارغنداب پر سیند د (۳۰۰) مټره په اوږدوالي د پل جوړولو تر څنګ د سروې وسایل (ټوټل سټېشن، جي پي اس، کمره او لپټاپ) هم منظور شوي دي."

د سروې کوونکو انجنيرانو له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه ورسره مرسته وکړي، ترڅو سروې دامنيت په فضاء کې ترسره او بشپړه کړي، چې د ياد ولايت د مرستيال والي سردار محمد له خوا د امنيت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

له هلمند د هېواد په ناامنه ولايتونو کې راځي، چې په اوسني وخت کې، د ولايتي ادارې په هڅو يې د امنيت او بيارغونې په برخو د پام وړ ګامونه اخېستل شوې دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top