په لوګر کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په لوګر کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۹مه) د افغانستان په لوګر ولایت کې ۳ وسله وال وژل شوي دي.
سیمه ییزو مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې درې وسله والو طالبان وژل شوې دي.
د لوګر ولایت والي ویاند ښاغلي سلیم صالح وايي، دغه طالبان تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د هغه په خبره، د لوګر په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات دوام لري او زیاتوي چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top