عطا محمد نور نن ورځ دفتر ته لاړ او ګواښ يې وکړ: "هېڅ مقام ما له کار څخه ګوښه کولی نشي، د ملي يووالي دحکومت ترپايه به والي وم"

عطا محمد نور نن ورځ دفتر ته لاړ او ګواښ يې وکړ: "هېڅ مقام ما له کار څخه ګوښه کولی نشي، د ملي يووالي دحکومت ترپايه به والي وم"



روهي (نۍ/۹ د مرغومي) د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور کابو له لس ورځني ځنډ وروسته په مزار شريف کې خپل کاري دفتر ته لاړ او ګواښ وکړ چې هېڅ مقام نشي کولی ما له دندې لېرې کړي.
 
نوموړي نن ورځ يوې غونډې ته په وينا کې وويل، "که چېرې حکومت له اسلامي جمعيت ګوند سره زما داستعفا په اړه هوکړې ته ونه رسيږي، نو زه به د ملي يووالي د حکومت ترپايه والي وم، که جمعيت ګوند له حکومت سره مثبتې هوکړې ته ورسيږي، نو دنده به پرېږدم."
 
عطا دا هم ويلي چې د جمعيت ګوند او حکومت سره په خبرو کې مې د مزار شريف دلپاره د والي او امنيه قومندان نومونه هم ورکړي، چې زمونږ په خوښه به ټاکل کيږي.
 
نوموړی وايي چې حکومت په بلخ ولايت کې امنيتي ځواکونو ته د تيارسی امر کړی، خو امنيتي ځواکونه  زما پر وړاندې کوم عمل کولو ته چمتو نه وو.
 
 
نور په بلخ ولايت کې له ملکي او پوځي چارواکو مننه وکړه، چې د مرکزي حکومت پرځای د نوموړي د امر تابع دي.
 
 
عطا محمد نور ګواښ وکړ، چې د جهادي قومندانانو څخه نېولې بيا تر عامو خلکو پورې زما دفاع ته چمتو دي، کله چې  يې وخت راشي نو په عملي کړنو په لاس پورې کړو.
 
د عطا محمد نور د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه افغان حکومت څه نه دې ويلي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top