فاریاب: هوایي برید کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فاریاب: هوایي برید کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې



 (روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۹مه) د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو په برید کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، افغان هوایي ځواکونو په دغه ولایت کې د ترهګرو ډلو پر خلاف خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
شاهین قول اردو په یوه بیان کې راغلي، چې د وسله والو پر ضد تازه هوایي بریدونه د پشتون کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.
د فاریاب ولایت په ځینو لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو او داعشیانو اړوند وسله والو د دولت ضد په فعالیتونو بوخت دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top