امریکا؛ د افغان هوایي پوځ لپاره پرمختللې الوتکې اخلي

امریکا؛ د افغان هوایي پوځ لپاره پرمختللې الوتکې اخلي



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۹مه) د امریکا متحده ایالاتو هوایي پوځ د افغان هوایي ځواکونو لپاره، نوې او پرمختللې راکټ وړونکي الوتکې اخلي.
د فلایټ ګلوبل په نوم یوې ورځپاڼه د امریکا هوایي پوځ په حواله لیکلي، چې د امریکا هوایي پوځ د AC-208 Eliminator الوتکو د پیرلو لپاره له Orbital ATK شرکت سره یوه قرارداد لاسلیک کړي دی.
په پام کې ده چې د Orbital ATK شرکت د نوې قرارداد پر اساس د افغان هوایي ځواکونو لپاره اوه AC-208 Eliminator ډوله جنګي الوتکې برابرې کړې دي.
د Orbital ATK شرکت د معلوماتو له مخې، AC-208 Eliminator ډوله الوتکې د نورو پرمختللو ټکنالوژیو ترڅنګ له 70mm رهبري شویو توغندیو او Lockheed Martin AGM-114 Hellfire میزایلو هم مجهزې دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یوه لوړپوړي جنرال ویلي، د افغان هوایي ځواکونو جوړښت تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top