په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د وضعیت په اړه ډیالوګ وشو

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د وضعیت په اړه ډیالوګ وشو



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۹مه) ویل شوي، چې په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د موجوده وضعیت په اړه بحث ترسره شو.
په دغه ترسره شوي بحث کې پر کرکټ بورډ سربېره د نورو ورزشي سازمانونو مسوولینو هم برخه اخيستې وه.
د دغه بحث ګډونوالو وویل چې په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره ـ سره بیا هم کرکټ مخ په ودې دی.
بحث کې د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رئیس نورمحمد مراد وویل چې په ټوله کې ورزش د افغانونو ترمنځ په یووالي کې مهم رول لوبوي.
دغه بحث د یوې ورځې لپاره د افغان ورزشي خبریالانو د سازمان له خوا جوړ شوی و.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top