صالح: اسلامي حزب امیر د داعش له مهمو غړو سره اړیکې لري

صالح: اسلامي حزب امیر د داعش له مهمو غړو سره اړیکې لري



(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۹مه) د افغانستان ملي امنیت ریاست پخواني مشر امرالله صالح ادعا کړې، چې د داعش ډلې ۲۰ مهم غړيله اسلامي حزب ګوند سره اړیکې لري.
هغه زیاته کړې، چې دغه مهم غړي اوس د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د ښاغلي صالح په خبره، له اسلامي حزب سره د سولې تړون د ساتلو لپاره افغان حکومت هوډ نه لري ترڅو دغه موضوع افشا کړي.
نوموړي ویلي دي، چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان له امنیتي بنسټونو سره په اړیکه کې دی، ترڅو داعش بندیان د حکومت له قید څخه خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې په دې وروستیو کې د کابل په ښار کې پرلپسې بریدونه وکړل.
 د تیرې پنجشنبې ورځې د کابل ښار په لویدیځ کې پر یوه ټولنیز مرکز او خبرې اژانس برید پړه هم داعش منلې ده، چې لږ تر لږه ۴۱ کسان په کې ووژل شو او کابو ۸۹ نور ټپيان شول.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top