کورنيو چارو وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې، کابو ۹۰۰۰ وسله وال وژل شوي، ۴۰۰۰ ټپيان او زر نور ژوندي نېول شوي دي

کورنيو چارو وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې، کابو ۹۰۰۰ وسله وال وژل شوي، ۴۰۰۰ ټپيان او زر نور ژوندي نېول شوي دي



روهي (نۍ/۹د مرغومي)، د هېواد د کورنيو چارو وزارت په تېرو لسو مياشتو کې وسله والو مخالفينو ته د درندې مرګ - ژوبلې خبره کوي.

د ياد وزارت سرپرست وياند نجيب دانش ازادۍ راډيو ته ويلي، "په تېرو لسو مياشتو کې کابو نهه زره وسله وال وژل شوې دي، څلور زره ټپيان او له زرو زيات ژوندي نېول شوې دي."
 
بله خوا، د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه وايي، چې روان کال به د وسله مخالفيو د ځپلو په موخه ژمني عمليات ډېر او پراخه کړي، ترڅو دښمن دومره کمزوری کړي چې د هوا په ګرمېدو سره د غټو بريدونو توان پيدا نه کړي.

د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري ازادۍ راډيو ته ويلي، "په ژمې کې به په هغه سيمو لکه بدخشان، سرپل، هلمند، غزني، ارزګان، کندز، ننګرهار او جوزجان کې پوځي عمليات پراخه او ډېر کړو، چې امنيتي ګواښونه په کې ډېر دي، نو په دې سره به دښمن په اوړي کې د لوي بريدونو وان ونه لري."

روان کال پر ولايتونو سربېره د هېواد په مرکز کابل کې هم، د دولت وسله والو مخالفينو او په ځانګړې ډول د طالبانو او داعش ډلې له لورې خونړي بريدونه ترسره شول، چې ملکي وګړو ته په کې درنده مرګ - ژوبله ورسېده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top