د لوګر ولایتي شورا غړي وایي د پل علم او ازرې لار بنده ده

د لوګر ولایتي شورا غړي وایي د پل علم او ازرې لار بنده ده



د لوګر ولایتي شورا ځینې غړي او اوسیدونکي وایي چې د یاد ولایت ازرې ولسوالۍ او مرکز پل علم ترمینځ غځیدلې لار له تېرو لسو کلونو راهیسې د نا امنیو له امله تړل شوې ده.
یاد کسان وایي چې له دې امله د ازرې اوسیدونکي له پوهنې، روغتیایي او پرمختیایي پروژو له خدمتونو بې برخې دي.
له بل لوري چارواکي دا خبره مني خو وایي چې کابل خاک جبار سړک جوړیدلو له امله نوموړی مشکل حل شوی دی.
له بلې خوا څه موده مخکې داسې خبرونه خپاره شول چې داعشیان هڅه کوي له ننګرهار څخه راواوړي او په ازره کې خپل فعالیت پیل کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top