یونیسف له پوهنې وزارت سره ۴۶ ملیونه ډالره مرسته کوي

یونیسف له پوهنې وزارت سره ۴۶ ملیونه ډالره مرسته کوي



د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د افغانستان پوهنې وزارت سره ۴۶ ملیونه ډالره مرسته کوي. د دې مرستې په اړه به نن د یونیسیف او پوهنې وزارت چارواکو ترمینځ یو تړون لاسلیک شي.
د پوهنې وزارت رسنیو مسوول ویلي دي چې نوموړې پیسې به د پوهنې وزارت کې د ظرفیت جوړونې، موجوده متخصصینو پیاوړتیا او هغو ماشومانو سره پر مرسته ولګیږي چې له ښوونځي څخه بهر دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نږدې ۳نیم ملیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او شاوخوا ۱۲۰۰ ښوونځي د نا امنیو له امله تړل شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top