د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور

د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور



د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور
زوکړه:
عطا محمد د نور محمد زوی په کال ۱۳۴۳ کې په بلخ ولايت د مزار شريف په ښار کې زېږدلی او په خټه تاجک دی. د عطا محمد په اړه ويل کيږي، چې د نوموړي نېکونه له کولاب څخه بلخ ته را کډه شوې وو.

زده کړې:
عطا محمد تر اتم ټولګې پورې زده کړې د مزار شريف د قاضي حميدالدين په ښوونځي کې او د لېسې دورې زده کړې يې د مزار شريف د باختر په لېسه کې پای ته ورسولې.
يادونه: د عطا محمد نور په اړه ويل کيږي چې نوموړي د خپل ولايت په دوره کې په ۱۳۸۳ کې د لېسې دورې زده کړې مکملې کړې.

د نوموړي د زده کړو په اړه د بلخ وېب پاڼه داسې ليکي، "په ۱۳۸۷ کال کې د لېسانس له زده کړو وروسته يې په يو شمېر امريکايي پوهتونو کې د ماسټرې زده کړې په ۱۳۹۱ کال کې بشپړې کړې او همدارنګه عطا محمد نور د بلخ پوهنتون څخه افتخاري دوکتور ا هم تر لاسه کړي او د تاجکستان په يو دولتي پوهنتون کې په ۱۳۹۳ کې محصل هم وو."

د عطا محمد نور تېر ته کتنه:
نوموړی د ۱۹ کالو په عمر وو، چې د برهان الدين رباني په مشرۍ له جمعيت ګوند او د احمد شاه مسعود په مشرۍ له شورا نظار سره يوځای شو او په شمالي ولايتونو کې د يادو کسانو جنګي قومندان وو. کله چې په ۱۳۷۱ کال د مجاهدينو په راتګ سره، جنرال دوستم د ملي غورځنګ ګوند (ملی جنبش) جوړ کړ، نو نور د جنبش ګوند له بنسټ اېښدونکو څخه وو او همدارنګه د ياد ګوند لومړی مرستيال هم وو.

د عطا محمد نور او دوستم ترمنځ اړېکې په ۱۳۷۲ کال خرابې شوې، عطا محمد نور له دوستم څخه بېل شو او په همدې کال د دوی ترمنځ سخته جګړه وشوله، چې دوستم په کې بريالی شو، مزار شريف او يو شمېر نو شمالي ولايتونه يې د بر هان الدين رباني په مشرۍ د اسلامي نومي حکومت څخه ونېول.

کله چې په ۱۳۷۵ کال طالبان راغلل نو عطا محمد نور د شورا نظار او جمعيت ګوند د يو مهم قومندان په توګه له طالبانو سره په شمال کې په جګړه بوخت وو. عطا محمد نور او دوستم يوځای په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو پر وړاندې ائتلاف جوړ کړ، چې په مزار شريف کې يې طالبان له ماتې سره مخ کړل.

په بشر حقوقو د څار ادرې د راپور له مخې، په ۱۳۸۰ کال کې د دوستم، عطا او محقق په مشرۍ د دوی کسانو په شمال کې د مېشتو پښتونو په کورنو چور او چپاول پیل کړ، ډېری پښتانه يې په دې سبب ووژل چې اکثره طالبان هم پښتانه وو او تاسې هم پښتانه ياستی او د طالبان مرسته کوونکي وی.

له طالبانو وروسته دوره او د حامد کرزي په مشرۍ نوی حکومت:
کله چې د بُن د پرېکړې په اساس حامد کرزی د لنډمهالې ادارې مشر وټاکل شو، نو عطا محمد نور او جنرال دوستم په مزار شريف کې د واک په سره ښکر سرته ورته کړل، چې وروسته د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې په منځګړېتوب، دوستم مزار شريف او يو شمېر نور نېږدې ولايتونه عطا ته پرېښودل، جوزجان، فارياب او نور د دوستم په والکه کې ورکړل شول، نو په دې اساس په شمال کې واک د دوی ترمنځ ووېشل شو.

عطا محمد د حامد کرزي له واکمنۍ څخه بيا د محمد اشرف غني تر ولسمشرۍ دورې پورې د بلخ والي وو، د ۱۳۹۳ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې نوموړي خپل ملاتړ د اسلامي جمعيت ګوند د نوماند ډاکټر عبدالله عبد الله څخه اعلان کړ، تاکڼې دويم پړاو ته لاړې او په دويم پړاو کې هم ډاکټر عبدالله عبدالله ونشو کولی، چې ۵۱ +۱ رايې لاس ته راوړي، د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د امريکا په منځګړېتوب د ملي يووالي حکومت منځ ته راغی، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعيت ګوند په برخه کې، اجرائيه رئيس و ټاکل شو.

عطا محمد نور او د افغانستان اسلامي ګوند (حزب اسلامي):
د روسانو پر وړاندې د جګړې له وخت څخه، بيا د کورنيو جګړو او تر نن پورې اسلامي جمعيت ګوند او د افغانستان اسلامي ګوند د يو بل سر سخت رقيبان دي. عطا محمد نور چې اوس مهال د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيه رئيس دی، د سولې له پروسې سره د اسلامي ګوند په خبرو اترو ډېر لېواله نه وو، کله چې حزب اسلامي له حکومت سره يوځای شو، نو څه وخت وروسته عطا محمد نور د ياد پر وړاندې سختې څرګندونې وکړي. عطا محمد نور ياد ګوند د يو تسليم شوې ګوند په نوم ياد کړ او حزب اسلامي مشر ګل البدين حکمتيار ته يې جګې او ټېټې وويلې.

له دې وړاندې د افغانستان د اسلامي ګوند يو لوړپوړې کس او د پکتيا پخواني والي جمعه خان همدرد هم په شمال کې له عطا محمد نور سره نندارۍ کړې وي.

د عطا محمد نور او ولسمشر ترمنځ د واک په سر خبرې:
کابو شپږ مياشتې وړاندې عطا محمد نور پرته له دې چې د جمعيت ګوند په برخه ناسته اجرائيه رئيس عبدالله سره خبرې وکړي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې د سياسي واک پر سر خبرې پيل کړي، عطا محمد نور ولسمشر ته يو لړ شرطونه وړاندې کړي وو، ترڅو د شرطونو له منلو وروسته به نوموړي د بلخ ولايت مقام بل چاته پرېږدي. عطا محمد نور له ولسمشر غوښتنه کړې وه، چې د ټولو وزارتونو او لوي رياستونو ۵۰ سلنه او همدارنګه له افغانستان څخه بهر د هېواد ۱۵ سفارتونه او ۱۵ قونسلګرۍ په د ده په واک کې ورکوي او په دې سره د بلخ له ولايت تېر شي، خو د ولسمشر له لورې يې يادې غوښتنې ونه منل شوې.

عطا محمد نور او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندي:
کابو دوه مياشتې وړاندې عطا محمد نور اعلان وکړل، چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره به نوماند شي، که څه هم د عطا محمد نور د نوماندې پرېکړه ورستۍ شوې نه ده او همدارنګه مالومه نه ده چې نوموړی به په خپلواکه توګه نوماند شي او که د اسلامي جمعيت ګوند په استازيتوب، د کوم ګوند چې نوموړي يې اوس اجرائيه رئيس دی.
د عطا محمد نور اوسنی وضعيت:
لس ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د عطا هغه استعفاء پاڼه لاسليک کړه، کومه چې د عطا پر وينا شپږ مياشتې وړاندې يې ولسمشر ته سپارلې وه. د استعفاء پاڼې له لاسليک وروسته اسلامي جمعيت ګوند، عطا محمد نور او يو شمېر پلويانو يې غبرګونه وښوودل او تر دې چې حکومت يې وګواښو.
ولسمشر د نور ځای ناستی انجنير محمد داود معرفي کړو، خو جمعيت ګوند اعلاميه خپره او د نور د استعفاء يې په هغه صورت کې د منلو وړ وبلله، چې که ولسمشرۍ ماڼۍفرهاد عظيمي د نوموړی ځای ناستی وټاکي.
د عطا محمد نور په ملاتړ اسلامي جمعيت ګوند خبرداری ورکړی، چې عطا اوس هم د بلخ والي دی او په عادي ډول خپل دنه پرمخ ووړي، بله خوا د ولسمشر له لورې د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والی، انجنير داود د ولسمشر لارښوونو ته سترګې پر لار دی، ترڅو په نوی دنده پیل وکړي.
په ورستيو راپورنو کې د ولسمشر او اسلامي جمعيت ګوند ترمنځ دخبرو - اترو ويل شوې دي او شونې ده چې خبرې - اترې به راتلونکي اونۍ پيل شي.
خو لا تر ننه عطا محمد نور د بلخ د والي برحاله والي په توګه ځان معرفي کوي او دنده پرمخ وړي
tags

ستاسې تبصرې

*


Top