د اجرائيه رياست پخوانی سلاکار دواد حساس: "استاد عطا يوازې په شمال کې ملاتړ نه بلکې د هېواد په جنوب کې هم ملاتړ لري"

د اجرائيه رياست پخوانی سلاکار دواد حساس: "استاد عطا يوازې په شمال کې ملاتړ نه بلکې د هېواد په جنوب کې هم ملاتړ لري"



روهي (جمعه/۸ د مرغومي) نن ورځ په کابل کې د مرکزي، شرقي او جنوبي ولايتونو يو شمېر کسان راټول شوې وو او خپل ملاتړ يې د بلخ د مستعفي والي عطا محمد نور څخه اعلان کړ.

د يادو کسانو په وينا، "د استاد عطا محمد نور ګوښه کېدنه د هېواد د امنيتي وضعيت په ګټه نه ده، مونږ د ملي يووالي حکومت ملاتړ کوو، خو په هېواد کې سمتي او قومي ناخوالې نه غواړو."

د يادې ناستې يو تن ګډونوال او د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پخواني سلاکار داود حساس وويل،"استاد عطا يوازې په شمال کې ملاتړ نه لري بلکې د هېواد په جنوب کې هم ملاتړ لري، څوګ چې د استاد عطا پر وړاندې دسيسه جوړه وي، نو په حقيقت کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې دسيسه جوړه وي."

د مدنې ټولنې يو بل فعال فيضان الله نظرخېل وايي، "دلته پښتون، هزاره، ازبک .... سره را ټول شوې دي او له عطا محمد نور څخه ملاتړ کوي، مونږ له حکومت غواړو چې، د حکومت دننه ستونزې تر هر څه په بېړه حل کړي."

يادې ناستې په داسې وخت کې ترسره کيږي، چې نن ورځ په بلخ کې هم يو شمېر ښځو له عطا محمد نور سره لېدنه درلوده، د نوموړي او حکومت ترمنځ د رامنځ ته شوې ستونزې د حل په پار يې، منځګړېتوب وړانديز وکړ.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top