د یو انتحاري کیسه!‎

د یو انتحاري کیسه!‎



لس باندې اوه بجې وې چې غازي یار مدرسې ته راغی؛ ویل یې چې مشر مولوي صیب غوښتی یې او جلتي جلتي ځان تیاروه. زه پوهېدم چې مشر مولوي صیب خلک ولې غواړي نو ځکه مې له غازي یاره پوښتنه و نه کړه.

پوره څلور کاله یوه میاشت او دیارلس ورځې مې په دې مدرسه کې تېرې کړې وې. دارالعلوم فتح السلام کې مې دا اخرې شېبې وې. دوه جوړه کالي، خړبخن څادر، جیبي قرانکریم او مسواک مې را واخیستل. نور شیان هم ډیر و، خو پوهېدم چې دوه درې ورځې پس مې په درد نه خوري. ریحان قاري صیب ته مې خپلې کېړۍ د نعتونو کتاب او د مجاهدینو کېسټې ورکړې. د غازي رنګ بیخي د رسېدلي نارنج و؛ داسې معلومېده لکه چې ځان یې نور له ځانه په تنګ دی. زما هم له هرې دقیقې سره سودا ډېرېده. نه پوهېدم چې خدا زده ولې نن د هغې ورځې په راتلوخوشاله نه وم چې ما یې له کلونو ارمان کاوه. ګېنټه نیمه به لا نه وه تېره چې مشر مولوي صیب خپله مدرسې ته راغی. د امجد علي قاري صیب سره لږ وپسېد؛ بیا یې مونږ ته په لاس اشاره وکړه چې راشئ.

له ستړي مه شي پس یې راته ویل چې مجاهدینو! مونږ ډير وخت نه لرو؛ روټۍ موټۍ وخورئ او راسن مخ په جلال اباد شئ.امام الحق به درسره وي، نور به مو هلته پوه کړي. بیخي پرکاله وم. ډیر مې ځان کلک کړ، خو نور نه کیده اخر خبرو کې ور ولوېدم، ما ویل: مولوي صیب سبا به فدایي کوو. امجد علي قاري صیب رډ، رډ را وکتل، ویلې، ولې یرېږې څه؟ له دې مخکې چې زه ځواب ورکړم مولوي صیب موسکی شو د شهادت او کټه ګوته یې په پر وښکو را تېره کړه؛ ویل یې: د جنت انتظار ګران دی، لاړ به شئ مړه بس دا یوه شپه ده. نور نو په ځان نه یم پوه شوی چې څه وخت مې ډوډۍ وخوړه او په څه شواخون تورخم ته راورسېدو. ماښام و خو داسې ماښام چې مخکې مې هیڅ نه و لیدلی. چوپه چپتیا، هر څه ساړه و. یو نیم پولیس والا به مې لیده چې ږیره یې خریلې وي او بریتونه لري. زه او غازي یار یې یوه هوټل ته ور وخېژولو. داسې معلومېده لکه هوټلي چې زمونږ له راتګه خبر وي. امام الحق په زینو خوت او ویلې چې چا ته مه ګورئ دلته له عوامو، امنیت واله ډیر دي.

د زینې په سر کې ښي لاس ته یو وړې کوټې ته لاړو. دوه زاړه توشکونه ، یوه ، یوه کمپله او د اوار دسترخوان سر ته د اوبو ترموز ايښودل شوی و. امام الحق چې څنګه ګیلاس خولې ته یوړ له واره یې تندی ګونجې شو؛ ویلې چې روف حاجي خدای دې غرق کړه دا اوبه دي که ښوروا. پکي دومره غنګار کاوه چې د یو بل خبره مو سمه نه اورېده. امام الحق په تلو کې دا یوه خبره وکړه چې سبا وختي وځو، ښه مزېدار غسل وکړئ چې څوک شکي نه شي ښه. له لمانځه وروسته مې ځان پر توشک وغورځاوه. فکر مې کاوه چې سبا ارامېږم بیا به مې هغه ساعت زړه ته راغی چې خاشه، خاشه پروت یم؛ له ځانه مې د غوښو امبارونه چاپېر وي. داسې وم لکه سړی چې پښېمانه وي. لکه کوم غلط کار چې کووم خو نه مې شوای بېلولای چې ولې خراب او ولې سم دی؟ کله به مې زړه کې د وطن د ازادولو اور بل شو او کله به هسې زړه ته یو خیال راولوېد. شین باغ وي؛ له رڼاګانو جوړې کوترې په کې الوزي، زه له ټولو ملګرو سره یم رضوان فدایي، طلحه فدايي، مورمې، کورنۍ مې ټوله راسره وي، هغه ‌ډمبوسکۍ جلۍ چې هر سهار زمونږ د مدرسې مخکې سکول ته تلله؛ هم راسره اوسېږي. مګر دم ساعت به بیا دا هر څه وران شول. غازي یار ته به مې مخ واړاوه هغه به د زنې ویښتان په پاسیني غاښونو راکشول. خدای پوهېږي چې په زړه به یې څه تېرېدل! غازي یار ماسره درې کاله یوځای سبق ویلی و، ددې سره چې زما ښه یار و خو ډیر مرموز انسان هم و؛ تر اخره یې راته خپل اصلي نوم و نه ښود. غازي یار ته مې ویل چې غازي! سبا به مړه کېږو؟ هغه سترګې راویستې راته یې کړه چې سبا نه پنځوس کاله پس خو مرې، د نر غوندې مړ شه! ظالمه مرګ نه دی شهادت دی! یو پنځه مېلټه درد به وي بیا خوهر څه ټیک کېږې. مګر داسې ښکاریده چې ما نه، خپل ځان ډاډه کوي. په همدې خیالونو کې ویده شوم. له هرو پنځلسو دقیقو وروسته به مې یو ګړز اورېده، راخېز به مې کړ، ما ویل که فدایي مې وکړه. شپه په همدې سوداګانو کې تېره شوه. د سهار له لمانځه وروسته، د امام الحق له راتګ سره مو حرکت وکړ. د تورخم له دروازې چې را تېر شو، تالاشۍ ته ودرېدو ما ته داسې ښکارېده لکه د کفر مرکز ته چې راغلی یم. د افغان عسکرو قوارې را باندې سختې بدې لږېدې. د تالاشۍ په ځای کې یو ښایسته ځوان ولاړ و. بیخي زمونږ د خلکو په څېر ګړېده. بل عسکر سره یې خبرې کولې او خلک یې تالاشي کول. له امام الحق وروسته زه ور مخې ته شوم. لومړی مسکی شو خو یو دم یې سره وریځې نژدې کړې؛ ویل یې چې مامازو انتحاري خو نه یې! ولې دومره وارخطا یې؟ ما ورته هیڅ ونه ویلی شو. د راتېدو پر وخت کې مې ولیدل چې په کانتینري پوسته کې بل پولیس تلاوت کاوه. ډير حیران شوم خو هيڅ نه پوهېدم څه وکړم. مارسيډيز کې کښېناستو او مخ په مارکو مو سفر پیل کړ. د مارکو بازار ته نارسيده د تیلو پمپ کې راته یو غواګۍ موټر له مخکې ولاړ و. سورږیری موټروان ډير اشنا ښکاریده مګر صحي کولای مې نه شوای چې چيرته مې لیدلی دی.

په مارکو کې هم دمیران شاه د تیلو ټانکونو په شان یخې اوبه مېلاوېدې، د اوبو څښلو پس په موټر کې کښېناستو، له نیم ساعت مزل وروسته یې یو کور ته ور وستو. دې کور کې ټول سړیان وو. هر یو مونږ ته راکتل. ما ته خپل ځان بل شانته ښکارېده.

یوې تورې کوټې ته یې ور مخامخ کړو. یو وچ کلک سړی چې تورپټکی یې وهلی و؛ ښه مزیدار رانجه یې کړي و، زمونږ مخې ته راغی. د ستړي مشي سره يې په تندي مچې کړو او کښېناسته. ډير زنګونه به ورته راتلل مګر دی هیڅ مصروف نه ښکاریده. ویل یې چې مجاهدینو ستړي به یاستئ! خو بختورو ټول جنتیان مو انتظار باسي. له دمې وروسته یې بلې کوټې ته بوتلو. په یو ګردجن کمپيوټر کې یې راته ويډیو چالانه کړه.
 
په فلم کې سپين سرک وي او موټرې پرې تېرېږي . مونږ ته یې وویل چې څنګه د غلامانو رینجرې راغلې، غازي یار به پرې حمله وکړي او زه به د غازي له فدايي لس مېلټه پس چې نور اجیران راټول شي فدايي کووم.

وروسته پوه شوم چې دا ملا صیب سیف الاسلام نومېده، کله به جیګ شو امام الحق به یې د اردو موټر کړ او خپله به يې پرې ور منډه کړه. ډيرې فدايي حملې یې را باندې ولیدلې، خو د چا د وجود غوښې به یې نه ښودې؛ یواځې یو نفر به مې لیده چې ګړز کوي. غازي ورته وویل چې امام الحق به څه کوي؟ دې سره امام له واره وارخطا غوندې شو، ماته یې مخ راواړاوه چې: زما بېچاره د شهادت قسمت چیرته دی. زه خو یواځې فدایان اسلام له پېښوره دلته راولم. له دې وروسته یې ما او غازي ته دوه دانې سپينې ګولۍ راکړې؛ ویل یې چې فدایان خو بې له هغې هم درد نه حس کوي خو بیا هم چې ستاسو تسلي وشي دا وخورئ. یوه، یوه پيچکاري هم راته وکړه، ویل یې چې شیطان زړه ته ترهه در وا نه چوي. سیف السلام مولوي صیب مونږ ته د مرګ نېټه هم راکړه. سبا شپږ بجې او اتلس مېلټه غازي یاره ستا او شپږ نیمې بجې طارقه ستا وخت دی چې د الله دین وساتئ! د ګولیو او پيچکارۍ وروسته هیڅ په ځان پوه نه شوم چې څنګه ویده شوی یم. ټوله شپه مې په تنګو، تنګو کوڅو کې منډې وهلې. کله به مې مور ولیده او کله به یو بله زړه ښځه خوب کې راغله؛ همدا یو غږ به یې کاوه طارقه بچی، طارقه بچی!

نه پوهېږم چې څومره چغې به مې کړي اوسي خو د خلاصون مې هیڅ چاره نه وه. درې نیمې بجې سیف الاسلام مولوي صیب راپاڅولو، واسکټونه یې را وا غوستل. زه په زړه کې بیدار وم ولې ژبه مې درنده وه. هیڅ مې نشو ویلای. په هیڅ شي سم نه پوهېدم. زړه مې ډير سخت را جیګېده. غوښتل مې چغې ووهم، په دیوال خوله ولګوم خو داسې وم لکه چې چا راڅخه د زړه زور اخیستی وي. هره ګړۍ به مې د ساعت پوښتنه کوله؛ دومره پوهېدم چې څومره وخت نور په دې نړۍ کې لرم. سورږیری موټروان بیا راغی او شپږ بجې یې له پاخه سرکه لږ لاندې ښکته کړو. اسمان تک شین و، غوښتل مې، لمر ته ډير وګورم. داسې وم لکه سړی چې له یو ډير ښه ملګري سره خدای پاماني کوي.

لس دقیقې به لا تېرې نه وې چې د زړه بدېدل مې ډير شول، یو دم مې ډيرې کانګې وکړې. امام الحق راته ډير حیران شو. غازي داسې راکتل لکه چې نشه وي. له کانګو سره لږ په حال شوم. ځانته مې پام شو؛ په غاړه کې مې د بمونو امېل پروت و. ور، ور په حال راتلم او ګړۍ تر بلې پښېمانه کېدو باندې وم مګر بیا به مې یو دم زړه کې اوربل شو.

شپږ بجې او اته دقیقې غازي د سرک خوا ته روان شو. غازي مونږ ته تش را وکتل، خدا حافظي یې هم ونه کړه. ما هیڅ وخت غازي دومره بې مینې نه و لیدلی. زه او امام الحق ورته له سرک سره لاندې وچ جر کې کښېناستو. زما خوله ور، ور وچېدله، داسې خولې شوی وم لکه چا چې راته غاړه کې ډکه لوټه اوبه اړولې وي. دې سره ساعت شپږ او نونس شو. امام الحق غوږونو کې ګوتې کېښوې، ما هم د دواړو لاسونو ورغوي د غوږونو سورو ته ونیول. پاسنې غاښونه مې په لاندینې شونډه کې ننوتل. یو غرز شو، ډيره زیاته دوړه مې ولیده خو نور په ځان نه یم پوه شوی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top