عبدالرب رسول سياف د عطا محمد نور د استعفا په اړه بې طرفه دی

عبدالرب رسول سياف د عطا محمد نور د استعفا په اړه بې طرفه دی



روهي (جمعه/۷ د مرغومي)، د اسلامي جمعيت خواخوږی او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف نن ورځ په پغمان کې يو سيمنار کې وينا کړي، د افغان حکومت او اسلامي جمعيت د ستونزې د سوله ييز حل غوښتنه يې کړي.

عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ ماڼې او عطا محمد نور ترمنځ مسالې ته په اشارې وويل، "د هېواد حيثت، سلامتيا او عزت په دې کې دی، چې له وړو وړو خبرو تېر شو، او شته ستونزې د خبرو - اترو او سوله ييزو لارو څخه حل کړو، اوس وخت د کړکېچ او ستونزو نه دی، بايد يو او بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو او هېواد له اوسني بحران څخه وژغورو."

که څه هم سياف د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطا محمد نور د موضوع په اړه په مستقيمه توګه څه ونه ويل، خو د خبرو ډېره برخه يې په يووالي، زغم او د ستونزو په سوله ييز حل باندې وه.
 
لس ورځې وړاندې ولسمشر د عطا محمد نور استعفا ومنله خو تر اوسه نه عطا محمد نور دنده پرېښودلې او نه هم نوي ټاکل شوي والي خپل دنده پيل کړې ده.

تېره ورځ اسلامي جمعيت ګوند د دوی او افغان حکومت ترمنځ د خبرو - اترو خبر ورکړ، او دياد ګوند په وينا تر هغه چې خبرې پايلې ته ونه رسېدلي، عطا محمد نور به د بلخ ولايت خوشی نه کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top