د ولسمشر سلاکار او ځانګړی استازی الماس زاهد وايي: "دا حکومت د خلکو دی، د ولسمشر شخصي مال نه دی"

د ولسمشر سلاکار او ځانګړی استازی الماس زاهد وايي: "دا حکومت د خلکو دی، د ولسمشر شخصي مال نه دی"



روهي (جمعه/۸ د مرغومي) د ولسمشر سلاکار الماس زاهد خبرداری ورکړی چې دا حکومت د خلکو حکومت دی نه د ولسمشر شخصي مال، "حکومت د ولسمشر او اجرائيه رئيس کوم شخصي مال نه دی، بلکې دا حکومت خلکو منځ ته راوړی او د خلکو حکومت دی، چې پرېکړې به هم دوی کوي."

بل خوا، اسلامي جمعيت ګوند د دوی او حکومت ترمنځ راتلونکي اونۍ د عطا محمد نور د دندې په اړه د خبرو - اترو خبر ورکړی.

د ياد ګوند د وياند مرستيال ذبيح فطرت وايي، "د حکومت له لورې د خبرو - اترو وړانديز شوی، شونې ده چې دغه خبرې به راتلونکې اونۍ پیل شي."

د نوموړي په وينا د اسلامي جمعيت ګوند خبرې - اترې به يوازې له ولسمشر سره وي، له اجرائيه رياست سره دوی په دې اړه خبرې نه کوي.

د عطا محمد نور يو شمېر نېږدې کسان وايي، تر هغه چې د حکومت او اسلامي جمعيت ګوند ترمنځ خبرې کومې پايلې ته نه وي رسېدلي، په هېڅ صورت به اجازه ور نه کړي، چې د عطا محمد نور د استعفاء په اړه د ولسمشر پرېکړه عملي شي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top