دوستم: "د عطا محمد نور ګوښه کېدنه، داعش ته لار پرانيزي"

دوستم: "د عطا محمد نور ګوښه کېدنه، داعش ته لار پرانيزي"



روهي (جمعه/۸ د مرغومي)، د ولسمشر لوموړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په خپلو نوې څرګندونو کې ويلي، چې د عطا محمد نور لېرې کېدنه شمالي ولايتونو ته د داعش لپاره د لارې پرانېستل دی.

جنرال دوستم اوس مهال په ترکيه کې استوګن دی او په بلجيم هېواد کې د ترکتبارانو يوې راټولېډنې ته يې د ټېلېفون له لارې ويلي، "غواړم چې هېواد ته ستون شم، خو په کور دننه زما د ورتګ د مخنيوي هڅې کيږي، په جوزجان کې د داعش د فعاليتونو په اړه اندېښمن يم او نفوذ يې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی"

نوموړي د عطا محمد نور د استعفاء په اړه هم خبرې کړي او ويلي دي چې، د عطا محمد نور په لېرې کېدو به په شمالي ولايتونو کې امنيت خراب شي او شوني ده چې داعش ډله په يادو ولايتونو کې خپل حضور لا پسې پراخه او فعال کړي.

د احمد ايشچي له پېښې وروسته جنرال دوستم ترکيې تللی، که څه هم د جنرال دوستم په اړه داسې ويل کيږي چې په ترکيه کې د درملنې لپاره تللی، خو د نه تائيد شويو راپورونو له مخې نوموړي په ترکيه د جلاوطنۍ وخت تېروي.

جنرال دوستم له عطا محمد نور او محمد محقق سره څه وخت وړاندې سياسي ايتلاف هم جوړ کړی، چې تراوسه يې د کومې څرګندې موخې لپاره کار نه دی کړی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top