عامې روغتیا وزارت وایي ښایي د پرونۍ پېښې قربانیانو شمېر زیاته شي

عامې روغتیا وزارت وایي ښایي د پرونۍ پېښې قربانیانو شمېر زیاته شي



د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د کابل په پرونۍ پېښه کې زیات شمېر ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي چې ممکنه ده د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي چې دوی ته په وروړل شوو ټپيانو کې د ۵تنو حالت د اندیښنې وړ دی، نوموړي زیاته کړې ده چې زیاتره وروړل شوي ټپيان سوځیدلي دي چې له دوو نه تر دریو ورځو پورې به یې درملنه وشي.
افغان دولت وایي چې په پرونۍ پېښه کې ۴۱ تنه وژل شوي دي او ۸۴ نور ژوبل دي، خو عیني شاهدان بیا د وژل شوو شمېره څو چنده لوړه ښیي.
د نوموړي برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی کوم چې د تبیان په نوم پر کلتوري مرکز تر سره شو.
ويل کيږي، چې ياد مرکز د ایران تر ملاتړ لاندې کار کوي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top