پاکستان وایي له ډیورنډ تحمیلي کرښې په اوږدو کې یې ۱۵۰ کیلومتره اغزن تار غزولی

پاکستان وایي له ډیورنډ تحمیلي کرښې په اوږدو کې یې ۱۵۰ کیلومتره اغزن تار غزولی



د پاکستان رسنیو د یاد هیواد پوځ له خولې اعلان کړی دی چې د ډیورنډ تحمیلي کرښې به اوږدو کې یې ۱۵۰ کیلومتره اغزن سیم غزولی دی.
سرچینه وایي چې یاد سیم د ۶میاشتو په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له لوري په هغو سیمو کې غزول شوی دی چې تګ راتګ پرې زیات کیدلو.
د پاکستان له خوا د ورته تاسیساتو له جوړولو سره افغان دولت مخالفت ښودلی دی او له کومې هوکړې پرته د پاکستان پوځ دا کار تر سره کوي خو د دولت مشرانو تر اوسه په دې اړه پریکنده ګام نه دی پورته کړی.
د ډیورنډ زیاتره خواخوږي د یادې کرښې په اړه د ولسمشر پر سست سیاست نیوکه کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top