جمیعت ګوند وایي چې راتلونکې اونۍ به د عطا په اړه دولت سره خبرې وکړي

جمیعت ګوند وایي چې راتلونکې اونۍ به د عطا په اړه دولت سره خبرې وکړي



د جمیعت ګوند وایي چې راتلونکې اونۍ به د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د موضوع په اړه خبرې اترې وکړي.
 
د یاد ګوند یوه ویاند ذبیح فطرت وایي چې یاد ګوند له دولت څخه د خبرو اترو غوښتنه کړې ده او راتلونکې اونۍ به تر سره شي.
 
تېره اونۍ ولسمشر محمد اشرف غني د عطا محمد هغه استعفا ومنله چې څه موده مخکې یې وړاندې کړې وه، خو نوموړی یې اوس نه مني! او وایي چې دا استعفا یې پخوا وړاندې کړې وه او مشروطه ده.
 
نوموړي دولت ته ګواښونه وکړل چې که دندې یې لېرې کړي نو تاوتریخوالی به پېښ کړي، خو ولسمشر تر اوسه هم پر خپله پرېکړه ولاړ دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top