د کابل په ننني بريد کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپيان دي

د کابل په ننني بريد کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپيان دي



روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي)، نن ورځ له غرمې وړاندې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د ناظر قلعه په سيمه کې، د تبيان په نوم په يوه فرهنګي مرکز کې دننه ځانمرګی بريد وشو، چې ۴۱ کسان يې ووژل او ۸۴ نور يې ټپيان کړل، په وژل شويو کې ۴ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دي.
 
ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائيه رياست او په افغانستان کې د يوناما دفتر ياد بريد غندلی او قربانيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي، "ترورېسټانو په دې بريد کې زمونږ يو شمېر هېودوال شهيدان او ټپيان کړل، ترهګرې ډلې غواړي چې په جوماتونو، سپېڅلي ځايونو او په فرهنګي مرکزونو باندې بريدونه وکړي، چې د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی."

ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې له غندنې سره يوځای امنيتي ارګانونو ته امر کړې، چې د يادې پېښې په اړه جدي څېړنې او اقدام وکړي، د قربانيانو او ټپيانو سره په وخت مرسته وکړي.

د اجرائيه رياست په استازېتوب ډاکټر عبدالله عبدالله هم ياده کړنه غندلي او ترورېسټی عمل يې بللی، "په دې ډول حملو سره دښمن غواړي د افغانان په منځ کې نفاق پيدا کړي او ملي يووالی له منځه يوسي، خو زمونږ خلک د دښمن په دسيسو او توطيو باندې ښه پوهيږي او د هغې ښکار به نشي."

په کابل کې د يونا دفتر په يوې خبرپاڼې کې ويلي، "نن پېښه چې په پايله کې يې ۴۱ مسان ووژل شول په کلکه غندو او بشري ضد کړنه ده."

د راپورونو پر بنسټ پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د تبيان په نوم په يوه فرهنګي مرکز هېواد ته د روسانو د راتګ د ۳۸ مې کليزې په پاره ناسته رابلل شوې وه، د تبيان د فرهنګي مرګز د مسوولينو په وينا ځانمرګي بريدګر د وانۍ په لاندې پوړو کې ځان پټ کړی وي او هر کله چې ناسته پيل شوه نو په ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته يې چاودنه ورکړه، چې په پايله کې يې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپيان شول.

له ځانمرګي بريد وروسته، په نېږدي کوڅو کې هغه دوو بمونو هم چاودنه وکړه، چې له وړاندې اعيار شوي وو.

په چاودنه کې ډېری کسان سوځېدلي دي، چې ښايي په جوړ شوې واسکټ کې به زيات اندازه داسې مواد کارول شوې وي، چې د اور د لګېدو لامل شوو.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت په غاړه نه دي اخېستی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top