غزني: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان وژل شوې او ۸ نور ټپيان شوې دي

غزني: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان وژل شوې او ۸ نور ټپيان شوې دي



روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي)، د غزني ولايتي ادارې روهي وېب پاڼې ته ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ياد ولايت کې په بېلا بېلو پېښو له امله د پولیسو په ګډون ۵ کسان وژل شوې او ۴ نور ټپيان دي.
لومړۍ پېښه د غزني ولايت په يوې امنيتي پوستې له وسله بريد او ماين چاودنه وه، چې په پايله کې درې امنيتي سرتېري او دوه ملکي کسان ووژل شول، يو ملکي وګړی او درې سرتېري ټپيان شول.
همدا ډول د غزني ولايت په (خشک بالا) سيمه د وسله والو مخالفينو د بريد له امله درې پوليس ووژل شول او يو په کې ټپي شو، د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې چې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه، دوه ملکي وګړي ووژل شول اوو درې نور په کې ټپيان شوې دي.

په غرني کې امنيتي چارواکي وسله مخالفينو ته هم د مرګ - ژوبلې د اړولو خبره کوي، خو دقيق مالومات يې نه لري.

په غزني ولايت ډېری ځلې د دولت وسله وال مخالفين په امنيتي پوستو بريدونه کوي، چې د ملکي وګړو سربېره دواړو ته هم مرګ او ژوبله رسيږي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top