د کابل د نننی ځانمرګي بريد په اړه ورستي مالومات؛ تراوسه ۴۰ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي

د کابل د نننی ځانمرګي بريد په اړه ورستي مالومات؛ تراوسه ۴۰ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي



روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي)، نن ورځ له غرمې وړاندې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د قلعه ناظر په سيمه کې، د (صدای افغان) په نوم يو رسنيز دفتر دننه ځانمرګی بريد شوي، چې ډېر شمېر کسانو ته يې مرګ - ژوبله اړولې ده.

د لومړنيو راپورنو پر بنسټ تر اوسه ۳۰ کسان وژل شوې او ۴۰ نور په دې بريد کې ټپيان دي، چې د استقلال او کابل ښار يو شمېر نورو روغتونو ته لېږدول شوې دي.

د افغان غږ په نوم د رسنيز دفتر مسوولينو هم ياد بريد تائيد کړي او په وينا يې چې ځانمزګي بريدګر د ياد مرکز په دويم پوړ، د رسنيو په دفتر کې په ځان پورې تړلو موادو ته چاود نه ورکړه او مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړه.

په سيمه خلک وايي چې له لومړۍ چاودنې وروسته په سيمه کې د دويمې چاودنې غږ هم اورېدلی شوی دی، خو په اړه يې کره مالومات نشته.

د عامي روغتيا وزارت مسوولينو د کابل ښار بېلا بېلو روغتونو ته د لسګونه مړو او ټپيان د لېږد خبر تاېيد کړی دی.

کورنيو چارو وزارت چارواکو د لومړنۍ او دويمې چاودنې پخلی کړی، خو د دړيمې چاودې د ډول په اړه يې مالومت نه دي ورکړي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د يادو بريدونو مسووليت نه دی منلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top