د عطا محمد نور په ملاتړ په شمالي ولايتونو کې يو شمېر خلک او پخواني قومندانان مسلح شوې دي

د عطا محمد نور په ملاتړ په شمالي ولايتونو کې يو شمېر خلک او پخواني قومندانان مسلح شوې دي



روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي)، د ولسي جرګې يو شمېر غړي په شمالي ولايتونو کې د عطا محمد نور په ملاتړ د يو شمېر ځايي خلکو او پخوانيو جهادي قومندانانو د وسله وال کېدو خبر ورکوي.

د ولسیي جرګې غړې برېښنا ربيع وايي، "ټول خلک سله وال شوې دي، له نارينه نېولي بيا تر ښځو پورې خلکو وسلې اخېستي دي او يوازې په دې انتظار دې چې عطا محمد نور ورته څه حکم کوي."

د ولسي جرګې بل غړی عبدالحی آخند زاده د عطا محمد نور لېرې کېدنه له قومي او ژبني تعصب څخه ډکه کړنه بولې او وايي، "د عطا محمد نور کوښه کېدنه قومي، سياسي او ژبنی تعصب دی او په دې سره غواړي چې يو ځانګړی قوم کمزوری کړي."

بله خوا، يو شمېر نور وکيلان وايي، چې خاضر دي ترڅو د اسلامي جمعيت ګوند او حکومت ترمنځ په دې مساله کې منځکړېتوب وکړي او له سوله ييزې لارې ياده سونزه حل کړي.
 
د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد نذ ير احمدزی وايي، "که اړتيا وي نو مونږ به له ټولو قومونو څخه يو ګډ هيئت وټاکو او ياده ستونزه به په ښه ډول سره حل کړو."

عطا محمد نور ته يو شمېر نېږدي امنيتي چارواکو حکومت ته ګواښ کړی وو، چې که چېرې د عطا محمد نور د استعفاء پرېکړه بېرته وانخلي نو په وسله وال بغاوت به لاس پورې کړي.
 
د هېواد د کورنيو چارو وزارت په پوليسو غږ کړی، چې په هېڅ ډول سياسي موضوعاتو کې ځانونه داخل نه کړي او نه هم پوليس له سياسي موضوعاتو کوم سر او کار لري.

تېره اونۍ ولسمشرۍ ماڼۍ د عطا محمد نور استعفاء ومنله او د بلخ ولايت لپاره يې انجنير محمد دواد د نوي والي په توګه معرفي کړ، خو تر اوسه نه عطا محمد نور خپله دنده پرېښودلي او نه هم ښاغلي داود دنده پيل کړي ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top