صالح: "يو غربي سفير راته وويل، که چېرې ته به دې کنفرانس کې نه وای نو کنفرانس قومي وو نه ملي"

صالح: "يو غربي سفير راته وويل، که چېرې ته به دې کنفرانس کې نه وای نو کنفرانس قومي وو نه ملي"



روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي)، د بلخ د والي عطا محمد نور له استعفاء وروسته د اسلامي جمعيت ګوند او افغان حکومت ترمنځ اړېکې د پخوا پر تله کم رنګې شوې دي.
 
امرالله صالح څو ورځې وړاندې د طلوع ټلوېزيون د (سپين او تور) په خپرونه کې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تورنه کړې وه، چې د قدرت واکي يې له ځانه ساتلي او قومي تعصب ته لمن وهي.

صالح د کابل پروسې د کنفرانس خاطره د خپل ځان په اړه داسې وايي، " د کابل کنفرانس وو، د شلو په شاوخوا هېوادونو خپل استازي رالېږلي وو، او دا هغه وخت وو چې اسلامي جمعيت ګوند د ملي يووالي حکومت سره سياسي بايکاټ کړی وو او د اسلامۍ جمعيت ګوند څخه هېڅ کس هم خاضر نه وو چې په ياد کنفرانس کې برخه واخلي.

زه د خپل هېواد او دولت لپاره لاړم او په دې کنفرانس کې مې برخه واخېسته، اکرام خپلواک چې سلاکار دی، عمر زاخېلول، حمدالله محب، حاجي صيب دين محمد چې دوی سفيران دي څلور واړه له ما څخه پورته ناست وو او په دې وخت کې د لويديځو هېوادونو يو سفېر راغی او وويل، چې که چېرې تاسو په ننني کنفرانس کې نه واي نو دغه کنفرانس ملي نه بلکې يو قومي کنقرانس وو."
 
ښاغلی صالح زياتوي چې ولسمشر ته يوه ورځ ورسته خبر ورسېد له په دې اړه يې له ما څخه بښنه وغوښتله، خو ما ولسمشر ته وويل چې په دې ډول کړنو سره بايد ولسمشرۍ ماڼۍ دومره راټېته نه کړو چې له هر کس څخه بښنه وغواړي.

د نوموړي په وينا د ملي يووالي په حکومت کې شعار د وحدت او يوووالې دی، خو بيا کړنې د قومي تعصب او شووينېزم څخه ډکې دي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top