"د طالبانو لپاره دې په کابل کې دفتر پرانېستل شي"

"د طالبانو لپاره دې په کابل کې دفتر پرانېستل شي"



روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي) دوه ورځ وړاندې په کابل کې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمانو او د سولې عالي شورا په ګډه غونډه کې په دې خبرې وشوې، چې څنګه کولی شو طالبان د سولې لپاره وهڅو او خبرې اترې پيل شي.

د يادو ناستو په پايله کې د هېواد يو شمېر ديني عالمانو تېره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولېدل او نوموړي يې غوښتنه وکړه، چې د سولې د هڅو د بريالتوب لپاره دې په کابل کې د طالبانو لپاره دفتر پرانځي، ترڅو په دې سره بين الافغاني خبرې - اترې ترسره شي.

له ديني عالمان سره په خبرو کې ولسمشر وويل، "کومې غوښتنې چې له حکومت څخه لري، زه ټولې منم، خو هيله مې دا ده چې طالبان هم ستاسو غوښتنې ومني، نو بيا به مالومه شي چې څوګ نيت لري، څوګ اراده لري او څوګ برنامه لري."

ولسمشر وايي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره سيميز او نړيوال چاپيرل پوره برابر دی، او که چېرې طالبان افغانان وي نو بيا اړتيا نشته چې د سولې په اړه له پاکستان غوښتنه وکړو، په خپله به طالبان د خپلو ديني عالمانو خبرې ته غوږ او په بين الافغاني سوله کې به برخه واخلي.

څو ورځې وړاندې د سولې عالي شورا په ناسته کې د طالبانو د واکمنۍ د وخت په پاکستان کې افغان سفير مولوی عبدالسلام نېوکه درلوده چې يو شمېر کړۍ په لوی لاس نه غواړي چې سوله منځ ته راشي، نوموړي دا هم وويل چې د سولې پر وړاندې يو بل خنډ د افغانستان په زندانونو کې د زرګونه طالبان بنديانو ساتل دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top