د خالص اسلامي ګوند: "د امريکايي استعمار پر وړاندې روان سپيڅلی جهاد، د روسانو پر وړاندې د جهاد تسلسل دی"

د خالص اسلامي ګوند: "د امريکايي استعمار پر وړاندې روان سپيڅلی جهاد، د روسانو پر وړاندې د جهاد تسلسل دی"



روهي (څلورنۍ/۶ د مرغومي) له نن څه پوره اته ديرش کاله وړاندې په کال ۱۳۵۸ لمریز کال کې روسيي پوځونه د وخت د حاکم ببرک کارمل په بلنه افغانستان ته راغلل، د افغانستان په سياسي تاريخ کې ياده ورځ د تورې ورځي په نوم پېژندل کيږي او د روسانو يادې کړنې ته يرغل وايي او غنديې.

د روسانو پر وړاندې د جګړې د لورې د مولوي محمد يونس خالص سياسي او د وخت پوځي (د محمد يونس خالص اسلامي ګوند) په يوې اعلامي کې د روسانو ياد راتګ يرغل بللی او غنديي.

اعلاميه د امريکايي ځواکونو پر وړاندې د وسله والو جګړې ته هم د اسلامي زوايي له لورې مشروعيت ورکړی او زياته کړې يې ده، "مونږ په داسې حال كې چې دامريكايي استعمار په خلاف روان جهاد مقدس اود روسانو په خلاف د جهاد تسلسل بولو، چې دروسانو اوكمونیزم الحادي فكر پرخلاف پيل شوى وو او څوګ چې له دې لارې (جهاد) منحرف شول ددې معنى نه لري چې لاره غلطه او يا جهاد، جهاد نه وو."

اعلاميه په اوسني نسل غږ کوي چې د روسانو يرغل او د کمونېزم وحشت هېر نه کړي، "مونږ ګورو چې ځینو نوو ځوانانو دكمونستانو وحشت هير كړی او دپرديو د تبليغ او پروپاګند تراغيزې لاندې دومره راغلي، چې دخپلو اسلافو جهاد، جهاد نه بولي او دكمونیزم او شوروي وحشت ورته جرم نه ښكاري."

په افغانستان کې جدي شپږمه په داسې حال غندل کيږي، چې ډېری افغان د روسانو له وتلو وروسته د مجاهدينو خپلی منځۍ جګړۍ د زرګونه بې ګناه افغانانو د وژنې او د کابل ښار د تباهۍ لامل بولي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top