هلمند: د ملي اردو د موټرنو په کاروان ځانمرګی بريد شوی

هلمند: د ملي اردو د موټرنو په کاروان ځانمرګی بريد شوی



روهي (څلورنۍ/۶ د مرغومي)، د هلمند ولايت د ۵۰۵ بُست د پوليسو زون په دويم قرول کې، د ملي اردو په هغه کاروان ځانمرګی بريد شوی چې مارجې ولسوالی ته يې توکي لېږدول، د چارواکو په وينا د ملي پوځ يو سرتېری په کې وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان دي.

د هلمند ولايتي اداري وياند عمر ځواک له رسنيو سره ياده پېښه تائيد کړي او په وينا يې، چې د ملي پوځ څلور هاموي موټرونه پکې تخريب شوې دي.

تر اوسه کومه وسله والې ډلې د يادې حملې مسووليت نه دی منلی.

په تېرو دوو اونيو کې په هلمند ولايت کې دا دويم ځانمرګی بريد ی، چې مرګ - ژوبله هم لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top