راشد خان د شل اوریزو په لوبو کې د نړی په کچه دویم مقام ترلاسه کړی

راشد خان د شل اوریزو په لوبو کې د نړی په کچه دویم مقام ترلاسه کړی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۵) ویل شوي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان په شل اوریز لوبو کې د نړی په کچه دویم مقام ترلاسه کړی دی.
د کرکټ نړیوال شورا په نوې درجه بندی کې راشد خان د د نیوال شل اوریز په لوبو کې د ۷۱۷ امتیازو سره دویم مقام ترلاسه کړی او د پاکستان توپ اچونکی او آل راونډر عماد وسیم د ۷۱۸ امتیازو سره لومړی مقام خپل کړی دی.
راشد خان اوسمهال د اسټرالیا په غوره لیګ یا بېګ باش لیګ کې لوبه کوي.
هغه تېره اونی وتوانی،د چې یو ځل بیا د کرکټ په نړی کې تاریخ جوړ کړي او د اډیلیډ سټرایکرز لپاره دوه پر له پسې ویکټونه واخلي.
په همدې حال کې د نړیوال شل اوریز په لوبو کې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د آل راونډر (توپ اچوني او توپ وهني) په برخه کې د ۲۷۵ امتیازو سره د نړی په کچه درېیم مقام ترلاهس کړی.
په دغه برخه کې د بنګلادېش لوبغاړی شکیب الحسن د ۳۵۲ امتیازو سره لومړی مقام ترلاسه کړی او د اسټرالیا ګلین مکسول د ۳۳۰ امتیاز سره د نړی دویم مقام خپل کړی دی.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top