د تحلیلي ژانرونو په اړه، مهم ټکي

د تحلیلي ژانرونو په اړه، مهم ټکي



تحلیل ژانرونه؛ دا ژانرونه د ژورنالېزم یوه لویه کورنۍ ده. په ژورنالېزم کې تحلیل وروسته له هغه کېږي، کله چې پر مسایلو او پېښو باندې لومړی خبر ورکړل شي. وروسته بیا هغه خبریالان، چې واقعاً د تحلیل لید یې قوي وي، پر هماغو پېښو بې پلوه تحلیل کوي او موضوع ښه توضیع کوي. په تحلیلي ژانرونو کې سرلیکنه، تبصره، فیچر، پروفایل او کالم یې له مهمو ژانرونو څخه دي.په همدې اړه  مو د تحلیلي ژانرونو له استاد پوهندوی محمد خان نیازي صاحب سره مرکه کړې ده.
استاده! کله چې تحليلي ژانرونه یادیږي، نو باید له وړاندې پر تحلیل وپوهیږو، تحلیل یعنې څه؟
تحلیل هم د مختلفو سیاسي مسایلو شنل دي، هغه تجزیه کول دي؛ ټوټي ـ ټوټي کول دي او هغه مسایل چې مثلاً له هغه نه پېښې منځته راغلې وي او د پېښو علتونه دي، چې راټولیږي او بلاخره په یو عمل باندې انجامیږي، نو بناً په تحلیلي ژانرونو کې عموماً سیاسي، اقتصادي بلخصوص پټ یا ښکاره هغه که هر ډول مسایل که هغه سیاسي، فرهنګي وي کلتور وي یا ټولنیز وي. کله چې مسایل راپیدا شي، یو حرکت یا یو خوځښت راپيدا کېږي بیا په هغه باندې د ژورنالېزم او اړیکو یا نور علماء پر هغې موضوع ټولیږي، بحث ته یې اچوي او هغه شني؛ تحلیل وي یې او څېړي یې، چې ددغې مسئلې علت څه و، ولې دا رامنځته شوه، نو بناً ددې لپاره ددې مسایلو علتونه ځکه په تحلیلي ژورنالېزم کې تحلیلوي، ترڅو هغه عوامل یې راوسپړي.
همدغه علتونه پوښتم؛ ولې تحلیل کېږي؟
ځکه تحلیل کېږي، چې هغه اصلي نقطه پیدا شي. هغه اساسي سبب، چې ددې پېښې علت شوی یا دا پېښه یې په نتیجه کې رامنځته شوې ده. دا باید پیدا شي او خلکو پرې باید پوه شي.
په ژورنالېزم کې نور ژانرونه هم شته؛ ددې ژانرونو ترمنځ د تحلیلي ژانرونو اهمیت څنګه دی؟
د تحلیلي  ژانرونو ارزښت په کې ځکه زیات دی، مثلاً؛  یوه پېښه کېږي، چې په پلانکي ځای کې داسې پېښه ده، چې دومره خلک مړه/ ژوندي یا پلانکی وزیر ونیول شو یا مړ شو یا په پلانکي ځای کې کودتاه وشوه. دا یو خبر دی، دنیا پرې خبریږي؛ ولې ددغې کودتاه علتونه، هغه پټ رازونه، د پردې شاته حرکتونه، خوځښتونه دا عموماً تحلیلګران په مختلفو مسایلو کې راسپړي او پیدا کوي یې په بل عبارت، عموماً په تحلیلي ژورنالېزم کې د ولې او څرنګه پوښتنو ته جوابونه ویل کېږي، ترڅو دغه خبري موضوعات چې دي د ژورنالېستانو، د اورېدونکو، د کتونکو، د لوستونکو هغه مینه او غوښته، چې غواړي د هغوی هغه د کنجکاوي حس پوره کړي؛ د هغو لپاره جوابونه پیدا کړي او دا ډيره مهمه ده. امکان لري، موږ ډير داسې پېښې ولرو، چې کلونه ـ کلونه په وتلي وي او هغه لا همداسې پاتې وي.
دغه مسایل، چې تاسې وښودل، په خبري ژانرونو کې نه ښودل کېږي؟
کېږي؛ مثلاً هغه وخت پر خبري ژانرونو کې کېږي، چې تحلیل پرې حاکم شي. هغه موضوع وتحلیل شي، وڅېړل شي او بیا را وشنل شي. کله چې ثبوت شوه، نو بیا په خبر کې راتللی شي. مثلاً موږ وایو، چې داوود خان وفات شوی. په پلانکي حکومت کې مړ شو. چېرته ده او څنګه؟ دده د وژل کېدو دیرش کاله ونیول. ولې دیرش ـ یودیرش کاله پس یو څوک پیدا شو. د داوود خان قبر یې وسپړه او هغه یې پیدا کړ. کله چې بوټ او کالي یې وکتل، رښتیا هم داووخان و، نو کله چې موږ ثبوت کړه، نو موږ بیا په خبر کې ویلی شو، چې د داوود خان قبر په پلانکي ځای کې د پلانکي له خولې پیدا شو ځکه مخکې له دې موږ دغه ځایه په نښه کړو او دا سړی هم وښیو، نو هغه د داوود خان پر ځای مثلاً د احمد قبر راپيدا شي. نو دلته دا خبر غلط ثابتیږي، تحلیلي ژورنالېزم کله ـ کله د خبري پېښو لپاره ثبوت او سند ګرځي.
ستاسې په اند په افغانستان کې تحلیلي ژورنالېزم څنګه دی؟
زما په نظر په افغانستان کې د تحليلي ژورنالېزم د نورې نړۍ په نسبت ډيره ضعیفه ده، ولې ځکه هلته ژورنالېستان داسې شوي، لکه د نورو مسلکونو پرزې. په بل عبارت هلته د ژورنالېزم هرې برخې لپاره، یو مشخص ژورنالېست ټاکل شوی. مثلاً د جنايي پېښو لپاره ځانته یو تحلیل ګر وي، د سیاسي پېښو لپاره ځانته یو تحلیل ګر وي، د کلتوري پېښو لپاره ځانته تحلیل ګر وي او د ټولنیزو پېښو لپاره ځانته تحلیل ګران وي او پر موضوع خبري کوي؛ هغوی په جامعه کې ننوتي وي، د جامعې له ټولو رازونو نه خبر وي.
دلته نو ولې نه شي کولی، چې هرې برخې ته ځانګړي ـ ځانګړي ژورنالېستان ولري؟
که په یو ځای کې دیرش ـ څلویښت کاله جنګ وي، فکر کوم هلته به داسې مشخصه فاکولته کې داسې یو خاص بخش پیدا نه شي، مشکله به وي، چې یو څوک په یوې خاصې ساحه کې وروزي. دلته عموماً موږ عمومیات وایو، له دې وروسته، دې خدای وکړي، چې زموږ په فاکولتو کې کې دغسې تخصصي شیان پیدا شي. مثلاً موږ باید د جنایي پېښو لپاره، ځانته داسې خبریالان وروزو چې هغوی خاص په جنايي پېښو او حقوقو ښه وارد وي، ترڅو هغه د پېښې اصلي علت او عامل راپیدا کړي.
استاد په تحلیلي ژانرونو کې تاسې کوم ژانر ډير خوښوئ؟
یقیناً زما چې ډير خوښیږي؛ کالم مې ډير خوښيږي.
ولې؟
کالم ځکه چې یو خو ازاد ده.
نور ژانرونه ازاد نه دي!؟
مثلاً که ته مقاله یا سرمقاله لیکي، ته به د یوې اداري پالیسي تطبیقوې. مثلاً ته یوه یوه اخبار ته مقاله لیکې نو ته به د هغه اخبار پالیسي په نظر کې نیسې خو کالم داسې نه دی؛ زما کالم ځکه خوښیږي، چې په کالم کې د انسان شخصي نظر هم وي او کولی شي، چې یوه مسئله د زړه له اخلاصه مطرح کړي او د هېچا له تهدید لاندې نه وي.
تراوسه مو څومره کالمونه لیکلي؟
بدبختانه دلته داسې مطبوعات دي چې سړی وغواړي کار ورسره وکړي هغه ددې پر ځای چې ته ورسره همکاري وکړې؛ دی دې خرڅوي. نو دلته اخبارونه اکثره موسسې، چارواکې، ګوندونه یا ډلې د خپلو صفاتو لپاره چاپوي، نه د ټولنې د اذهانو د روښانتیا لپاره.
یعنې استاده دا یو لامل دی، چې دلته په افغانستان کې یا په پښتو ژبه کالمونه نه لیکل کېږي؟
دلته لیکوالان شته دي. بعضې داسې اخبارونه دي چې که هغه ته لیکوال خپل مضمون ورکړي، هغه لیکوال هغه خپل مضمون پورې پښېمانه کېږي. یو څه لیکنې ما کړې دي. په دې مسایلو کې هېڅ کومه ستونزه نه لرم. بدبختانه زموږ په ټولنه کې مطبوعات ددې پرځای چې فکري رغونه وکړي. ټولنه په سیاسي، اقتصادي، فکري یا علمي لحاظ ورغوي د ټولنې په بدبختۍ ډير خلک روان دي. خدای وکړي چې زمونږه رسنۍ، خصوصاً د رسنیو مسؤلین دې ټکي ته باید متوجه شي.
پای
tags

ستاسې تبصرې

*


Top