غزل

غزل



دومره ګران راته زما د زړګي سر دی
په یوه اه یې زه بې هوشه یو انسان شم
که مې ټول بدن کې درد وي بې قراره
که مې یار په تندي لاس ږدي روغ انسان شم
مینه ښه ده بې له مینې ژوندون ګران دی
ژوند د مینې سره تړی په ما ګران دی
زه په مینه باندې ژوند کوم عالمه
بې له مینې به زه څنګه زنده جان شم
مینه ښه ده چې الله په کې راضي وي
پیغمبري مینه کوه له تا قربان شم
په هغه مینه کې چې اخلاص او صداقت وي
اه به ونه کړم که مړ په دې لار شم
زه پوهېږم چې مینتوب سخته خواري ده
زه د یار لپاره ژوندم کړم که په دار شم
دا دې مینې ‌‌‌‌‌‌ډېره لویه سلسله ده
څوک په مینه کې ملنګ زه پاچاه شوم
دا په مینه کې خو خوند وي غم خو نه وي
څوک چې پاکه مینه کړي زه تر جار شم
بازمحمده دا دې مینې کیسې دي ‌‌‌‌‌‌ډیرې
څوک چې مینه د خپل یار کړي زه تر جار شم

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top