اشتراکي نظام (Socialism)

اشتراکي نظام (Socialism)



اشتراکي نظام د کمونستي نظام زېږنده ده؛ نوموړی نظام د پانګوال (سرمايه داري) نظام پر خلاف رامنځته شو.
په پانګوال نظام کې صلاحيت له شتمنو خلکو سره وي او د نوموړې نظام يو طرفه صلاحيت ددې باعث وګرځېده، چې د شتمنو او بې وزلو تر  منځ لوی واټن رامنځته شي؛ سروايه دار به ورځ تر بلې مخ پر ودې و او بې وزله طبقه به ورځ تر بلې مخ په ځوړ و، تر دې چې بې وزله طبقه د سرمایه دارې طبقې تر پښو لاندې شوه؛ همدارنګه د همدې بې انصافه وېش له کبله بې وزلې طبقې نشو کولای، چې د ډېرو هڅو په پايله کې د ضرورت وړ عايد ترلاسه کړي؛ بلکې شتمنې طبقې له دې څخه په استفادې ډېر عايد ترلاسه کول؛ همدا و چې اشتراکي نظام ته لار هواره شوه، تر څو وکولای شي د پانګوال نظام بې انصافه وېش له منځه يو سي.
د اشتراکي نظام فلسفه داسې ده، چې پانګوال نظام بې انصافي هغه وخت رامنځته کړه، کله يې چې د توليد وسايل د خلکو په شخصي واک کې ورکړ؛ پکار دا وو چې د توليد وسايل د شخصي پر ځای بايد ټولنيز وای او د حکومت په واک کې وای؛ تر څو حکومت ته دا معلومه شوې وه، چې کوم وسايل بايد توليد شي او کومه نه؟ کومو وسايلو ته څومره ضرورت ده او کومو ته نه؟ د ټولنې اړتياوې څه دي؟ په کومه اندازه مزد بايد کارګرې طبقې ته ورکړل شي؟
دا چې پانګوال نظام په اقتصادي ډګر کې درې ډوله اصول وضع کړي و، چې د شخصي مالکيت، د ګټو خوځوونکی او د حکومت نه لاسوهنې اصول و، خو اشتراکي نظام بيا د همدغو اصولو اداره د حکومت د پلان پر بنسټ کړې؛ چې د همدې په پار ورته په انګليسي کې د (Planned Economy) اصطلاح کارول کېږي.
اشتراکي نظام ددې لپاره چې په اقتصادي ډګر کې له کومو ستونزو سره مخ نه شي، ځانته ځانګړي اصول يې وضع کړي.
۱: ټولنيز مالکيت (Collective Property)
۲: د پلانونو جوړول (Planning)
۳: ټولنيزې ګټې (Collective Interest)
۴: د ګټو عادلانه وېش (Equitable Distribution of Income)
۱: ټولنيز مالکيت: اشتراکي نظام پدې ټيګار کوي، چې د عوايدو وسايل د يو شخص په شخصي مالکيت کې رانشي؛ ټول وسايل بايد په ټولنيز مالکيت کې وي او د حکومت تر څارنې لاندې کار وکړي.
په يو ملک کې اشتراکي نظام سربېره پر دې چې فابريکې او د سوداګرۍ مارکېټونه، د شخصي مالکيت پر ځای په ټولنيز مالکيت کې وي او همدارنګه کوم عايد چې تر لاسه کېږي، هغه به د حکومت بوديجې ته ځي.
۲: د پلانونو جوړول: په اقتصادي ډګر کې د هر ډول پلان جوړول، دا به د حکومت لخوا ترسره کېږي؛ که هغه د وسايلو په توليد يا نه توليد په برخه کې وي، د وسايلو په وېش کې وي، کارګرې طبقې ته د معاش ورکړه او... د ټولو اقتصادي فعاليتونو په برخه کې د پلانونو جوړول، په حکومت پورې اړوندېږي.
که څه په اقتصادي ډګر کې د حکومت لخوا د پلانونو جوړول، د لومړي ځل لپاره د په اشتراکي نظام کې رامنځته شو؛ خو وروسته بيا دغه پروسه پانګوال نظام هم په ځينو اقتصادي فعاليتونو کې خپله کړه.
۳: ټولنيزې ګټې: په اشتراکي نظام کې ددې لپاره چې په پانګوال نظام کې ټول اقتصادي پلانونه پر شخصي ګټو را څرخي، دلته بيا ټول اقتصادي پلانونه د ټولنيزو ګټو پر بنسټ څرخېږي.
هغه پلانونه چې د حکومت لخوا په اقتصادي هڅو کې نېول کېږي، هغه به په ټولنيزو ګټو بنا وي.
۴: د ګټو عادلانه وېش: په اشتراکي نظام کې د ټولنې د لوړې طبقې او بې وزلې طبقې تر منځ عوايد، په مساوي ډول وېشل کېږي؛ دلته د ټولنې ټول وګړي يو ډول مزد، د کار په پايله کې ترلاسه کوي؛ چې دا ډول عادلانه وېش له ځانه سره ګڼې ستونزې هم لري، هغه دا چې دلته د ښه کار کولو جزبه، وړتيا، سالم رقابت او... له منځه ځي؛ ځکه دلته خلک داسې فکر کوي، که چېرې زه زياته وړتيا ولرم، زيات زيار هم وباسم او يا که لټي وکړم، نو په دواړو حالاتو کې يو ډول عايد ترلاسه کوم؛ بل ددې ډول نظامونو رامنځته کول، د زورور او ظالم حکومت څخه پرته ناشوني دي؛ چې ددې تر څنګ ګڼې نورې ستونزې هم لري.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top