د احادیثو د سترې مجموعې ” اِعلاء ُ السُّنَن “ په هکله ګټور معلومات

د احادیثو د سترې مجموعې ” اِعلاء ُ السُّنَن “ په هکله ګټور معلومات



د احادیثو دغه په زړه پورې او شهکاره مجموعه په ۲۲ دوه ویشت، جلدونو کې د (رأس المحدثين او عمدة المحققين) شیخ الحدیث مولانا ظفر احمد عثماني (رحمـة الله تعالی علیه) په مبارکو ګوتو په ډیر محنت او اخلاص لیکل شوی.

دا عظیم علمي خدمت حضرت حكيم الأمة رحمه الله شروع کړو ، او بیا د حضرت حكيم الأمة رحمه الله په حکم سره او د دوي په ژوند د دوي په زیرنګرانۍ کې مولانا ظفر احمد عثماني رحمـه الله د ۲۰ شل کالو اوږده موده کې دا عظیم الشان او فقید المثال علمي او تحقیقي کارنامه مکمله کړه.
 
په دې عظیم کتاب کې د ائمه احناف ټول دلائل په انتهائی تفصیل د احادیثو او آثارو د تخریج او تحقیق سره بیان کړی شوي دي.

دا عظیم کتاب د علم حدیث یو نایابه خزانه ده، د احنافو د امامانو ټول دلائل یې چې په کوم تفصیل او تحقیق سره په دې کتاب کې جمع کړي دي په تاریخ کې د دې مثال نه ملاویږي، او د دې عظیمې علمي کارنامې اصل سبب دا وو چې په هندوستان کې کله نام نهاد اهل حدیث فرقه د مذهب احناف د مخالفت لپاره پیدا کړی شوه، نو هغې نو مولود فرقې شپه او ورځ یو کړه او د مذهب احناف خلاف یې کار شروع کړ، او په ډیر زور او شور یې دا تبلیغ شروع کړ چې حنفي مذهب د قرآن او سنت خلاف دی ، رائی او قیاس باندې مبنی دی،
نو د دې وجې نه د دغو خلکو د کذب او فریب نه د پردې لرې کولو لپاره د ( اعلاءُ السنن ) په څیر عظیمه علمي کارنامه ولیکل شوه ، اعلاءُ السُنَن په فقهي ابوابو باندې مشتمل یو ضحیم کتاب دی.
 
د (کتاب ُ الطهارت نه د کتاب ُ الفرائض پورې) د احنافو ټول مسائل او اقوال یې د انتهائی تفصیلي دلائلو سره ثابت کړي. د دې عظیم کتاب دلوستلو نه بعد یو منصف انسان برابره خبره ده که حنفي وي یا غیر حنفي د صاحب کتاب په علومو او فنونو کې د تبحر اقرار کوي، حتی چې بعضې عرب علماؤ خو تر دې پورې تصریح وکړه چې د ( اعلاءُ السنن ) مصنف محض یو عالم نه دی بلکې مجتهد هم دی.

لکه څنګه مو چې پورته یادونه وکړه د دې عظیم کتاب د لوستلو نه بعد یو منصف انسان که حنفي وي یا غیر حنفي وي د دې په ویلو هم مجبورېږي چې ووایئ واقعي د مذهب احناف ټول مسائل د دلائلو په اعتبار د ټولو نه قوي ترین دي او دغه مذهب په واضحو دلایلو ثابت او جوړ دی ، لیکن یو جاهل، معاند او حاسد انسان که د دې نه بعد هم انکار او بد زباني کوي نو د دې علاج خو چا سره نشته ، لهذا د دې عظیم کتاب د منظر عام راتللو نه بعد د احنافو په مذهب باندې د اعتراض کوونکو ژبې ګونګۍ شوې، او ان شاء الله د قیامت پورې به څوک صاحب علم او منصف انسان د دلائلو په رڼا کې د احنافو مذهب ته د قرآن او سنت خلاف ونشي ویلی ،
باقي یو څو جاهل او احمق خلک که د فقه حنفي خلاف بد زباني کوي نو د اهل علمو په نیزد د دوي هیڅ حیثیت نشته، د کتاب اول ضخیم جلد چې په زرهاؤ صفحاتو باندې مشتمل دی ، په دې کې د علم اصول حدیث ټول قواعد، ضوابط، تعریفات او اصطلاحات په انتهائی تفصیل سره بیان کړی شوي دي ، په ټول کتاب کې ځای په ځای انتهائی نادري علمي ملغلري خورې ورې په نظر رازي.
 
د دې عظیم کتاب د لیدلو نه بعد د مصر یو مشهور عالم او مفتی اعظم علامه زاهد کوثري رحمه الله په خپل کتاب کې دا مبنی بر حقیقت تبصره لیکلی ده.

" چې په اصل کې دا کار د یو پوره جماعت کول وو چې یو تن تنها فرد واحد وکړو او په امت باندې دا د زرو ۱۰۰۰ کالو نه قرض وو چې تنها دې ستر شخصیت ادا کړو "

فجزى الله مؤلفه الإمام خير الجزاء وتغمده الله بغفرانه ورحمته ورضوانه وأسكنه فسيح جنانه ونفعنا بعلومه أللهم آمين بحرمة سيد المرسلين.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top