د ښې حکومتولۍ اصل

د ښې حکومتولۍ اصل



په شفافه توګه د چارو ترسره کولو، د قانون حکمونو ته درناوی او عملي کول، خلکو ته له کوم تبعیض او توپیر پرته د اسانتیاو او خدماتو برابرول، مسوولانه چلند، له فساد سره جدي مبارزه، د متوازن پرمختګ اصل رعایتول او داسې نور کارونه ترسره کول چې د هېواد د ثبات او د ټولنې د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لامل شي دا د ښې حکومتولۍ غوره بېلګې او واضح تعریف دی.
 
اساسي قانون د درې ګونو قواو (قضایه قوه، اجرائیه قوه، مقننه قوه) تفکیک د ښې حکومتولي اصل بللی دی. پر دې بنسټ د ښې حکومتولي بنسټونه په واضح ډول په اساسي قانون کې درج دي. ښه حکومتولي تل خپلو خلکو ته د خپلو چارو او لاسته راوړنو حساب ورکوي او د شفافیت او عدالت د اصلونو پر تطبیق زیات ټینګار کوي.
 
اساسي قانون د ښې حکومتولۍ اساس ځکه تشکیلوي چې قانون د ټولنې د استازو له لوري جوړ شوی دی او په هغه کې مسوولینو او د ټولنې افرادو او وګړو ته واضح حکمونه راغلي او تر څنګ یې هر یوه ته حکم کوي چې ورسپارل شوي مسوولیتونه او وجایب دې پر ټاکلي وخت او په ښه توګه ترسره کړي.
 
اساسي قانون د هغه چت او ودانۍ مثال لري چې له هغه لاندې د ټولنې وګړي په یوه مساعده فضا کې ارام او خوندي ژوند وکړي. اساسي قانون باید د هغې ودانۍ مثال ولري چې له هر ډول تفکیک او توپیر پرته موږ د اوړي له ګرمي او د ژمي له سړو څخه خوندي کړي. دا نو د ټولنې په وګړو پورې اړه لري چې له توپانونو او ناورینونو څخه د ځان ژغورنې په موخه د اساسي قانون څه ډول ودانۍ ځانته ابادوي.
 
په دې کې شک نشته چې د افغانستان اساسي قانون د مدنیت، فردي ازادیو او نورو حکمونو او جوړښت له پلوه د سیمې په کچه بېساری دی، که چېرې خلک او مسوولین د هغه تطبیق ته لکه څنګه چې په خپله قانون حکم کوي همغسې پام وکړي ، نو باور دی چې په ټولنه کې شته ستونزې او ناخوالې به ورسره له منځه لاړې شي او ټول به د ارام او هوسا ژوند خاوندان شي.
 
دا سمه ده چې د اساسي قانون تطبیق د اجرائیه قوې د مسوولینو دنده ده، خو د دغې دندې په ترسره کولو کې د ټولنې و ګړو په توګه موږ هم مکلفیتونه لرو او څومره چې دغو مکلفیتونو ته پام وکړو، نو همغومره به جنایي پېښې، جرمونه، جنایتونه، یو پر بل ظلم، تېری، د حقونو تلف کېدل او نورې نادودې له منځه لاړې شي، ځکه د اساسي قانون د جوړولو او حاکمیت اصلي فلسفه او مهمه موخه د ټولنې او وګړو هوساینه، سوکالي او پرمختګ دی.
 
مګر دا هر څه هوایي، خیالي، په خپل سر، غیبي او اسماني نه را نازلېږي، بلکې د دې لپاره باید مسوولین او د ټولنې افراد ګډې هڅې وکړي، ځکه لومړی خیر او ګټه یې ټولنې او د ټولنې وګړو ته رسېږي، نو موږ باید په لومړي ګام کې قانون پر ځان پلی کړو او په دویم ګام کې خپل چم ګاونډ او د ژوند او کار په ساحه کې نورو ته سپارښتنه وکړو چې هم قانون ته درناوی ولري، هم یې احکام پر ځان ومني او خپل مکلفیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
 
په همدې دلیل د ښې حکومتولۍ پروګرامونه دا ایجابوي چې د قانون د حاکمیت په سیوري کې هېواد له اقتصادي او امنیتي ناورین څخه وژغورو او دا کار شونی نه دی، مګر دا چې حکومت خپلو اساسي وجایبو ته د وګړیو پر وړاندې رسیدګي وکړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top