د بیت المقدس په اړه د افغان دولت معقول دریځ

د بیت المقدس په اړه د افغان دولت معقول دریځ



د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له لوري بیت المقدس ته د امریکا متحده ایالتونو د سفارت د انتقال له اعلان وروسته د نړۍ د مسلمانانو غوسه او احساسات را وپارېدل. افغان حکومت په دې برخه کې داسې معقول دریځ اختیار کړ چې د ولس او په ځانګړي ډول د علمای کرامو اندېښنې، غبرګون او احساسات یې په ډېر ښه ډول منعکس کړل او د حکومت همدغه معقول دريځ په هېواد کېد قهرجنولاریونونو او غبرګونونو په مخنیوي کې لویه مرسته وکړه، ځکه خلک ډاډه شول چې حکومت په دې برخه کې د دوی معقول استازیتوب کوي.

په همدې تړاو د روان کال د لېندۍ په ۲۲ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مشرانو فوق العاده ناسته د ترکیې په استانبول کې جوړه شوه. په یاده غونډه کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دغه فوق العاده ناسته کې د جمهور رئیس غني وینا تر نورو مهمه او ځانګړې وه، ځکه د نورو ویناوالو په څېر د ولسمشر غني وینا یوازې د بیت المقدس پر تېر تاریخ او یا هم په دې اړه له احساساتو ډکه نه وه. بلکې ولسمشر غني د بیت المقدس د عظمت نه ډک تاریخ ته د اشارې ترڅنګ د یادې ستونزې د اساسي حل لپاره مهم وړاندیزونه هم لرل. نوموړي په ټينګار سره وویل:” زما په نظر، له هغه فرصت څخه چې اوس رامنځ ته شوی باید په پنځو ملموسو بڼو ګټه واخیستل شي؛

لومړی، له رامنځته شوي یووالي څخه دې د فلسطین له خلکو او حکومت سره د مرستې په موخه د یوه جامع پلان د جوړولو په لار کې ګټه واخیستل شي. واړه اقدامات او تیتې پروژې بسنه نه کوي.

دویم، پایداره او عادلانه سولې ته د فلسطین او سیمې د لاسرسي په خاطر دې، له نړیوالو قوانینو څخه د عربي ( سولې) نوښت په پلي کېدو کې د یوې جامع نقشې لارې د تدوین لپاره ګټه واخیستل شي.

درېيم، د پاپ له ملاتړ څخه په هرکلي، د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د متمرکزو خبرو اترو جوړول او په هغو کې ونډه اخیستل، همداراز سولې ته د اړتیا او نړیوالو قوانیونو ته د درناوي په خاطر د خلکو او امنیت شورا ( ملګرو ملتونو) د کلیدي غړو له دې ډلې په خپله امریکا متحد ایالتونه.

څلورم، د مسلمانانو ترمنځ د خپل منځیو شخړو د پای ته رسولو په خاطر له سیاسي نوښت څخه ګټه اخیستل، چې د سمې [ واقعي] رهبرۍ مستلزم دی، او دا عالیرتبه مجلس باید د دې رهبرۍ د اثبات وړتیا ولري.

پنځم، د اسلام تاریخ د زغم او خبرو اترو اعاده؛ د تاوتریخوالي او ترهګریزو کړنو ردول چې موږ مسلمانانو يي له امله تر ټولو ډېر تلفات ګاللي دي. موږ افغانان چې په بېسارې کچه له دغه راز کړنو څخه زیانمن شوي یوو.“

محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې ګډونوالو ته د خپلې وینا پرمهال د تاوتریخوالي او تروریزم د غندلو او ردولو ټینګار وکړ او دا یې هم وویل، چې افغانان له دې ناحیې څخه زیات تلفات ګاللي دي. هغه څرګنده کړه: ” «قدس»، زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف په توګه د مسلمانانو د درېیم سپېڅلي جومات او د مسلمانانو د مرکزي هستې هویت په ډاګه کوي او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه ګڼل کېږي. د هر افغان زړه د خپلو فلسطیني خویندو او وروڼو د خواخوږۍ لپاره تپېږي.“

د هېواد جمهور رئیس دا په ډاګه کړه، چې بیت المقدس یوازې د فلسطینیانو موضوع نه ده، بلکې دا د نړۍ د ټولو مسلمانانو پورې اړه لري، نو له همدې امله باید د خپلمنځي ستونزو او شخړو د حل او ګډې اجماع له لارې دغه ستونزه په اساسي توګه داسې حل شي چې فلسطینان یې له مخې د مستقل او خپلواک دولت خاوندان شي.

نوموړي په خپله وینا کې د اسلامي تمدن، د دیني احکامو، اخلاقو او زموږ د تېرو مشرانو نېک چلند ته په اشارې وویل: ” له حضرت عمر فارق (رض)څخه نيولې تر خلیفه عبدالملک؛ هغه چا چې مسجدالاقصی یې جوړکړ، تر صلاح الدین ایوبې او لومړي سلطان سلیمان پورې، چې له ځانه يې زغم او درناوی وښود؛ دا ټول د فرهنګ او تمدن په توګه د اسلام د ژوروالي او پرخوالي ښکارندويي کوي. “

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د اسلام د مبین دین عظمت بیان کړ او همدارنګه یې د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د هغو پرېکړه لیکونو هرکلی وکړ چې له مخې به یې د فلسطینیانو حقه حقونه تامین او د قدس او حرم شریف موقعیت، حیثیت او درناوی همغسې په خپل ځای پاتې شي. نوموړي وویل: ” په همدې ترتیب، د ملګرو ملتونو پر پرېکړه لیک نړیوال ټینګار چې له مخې يي د یوې عادلانه کړنلارې د اړتیا له لارې د فلسطین د خلکو پایداره حقونه چې د یوه رسمي دولت لرل يې تأمین کړي او د قدس او حرم شریف ځای يې تثبیت کړی، د خوښۍ لامل دی. “

د هېواد جمهور رئیس د بیت المقدس په اړه د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو اجماع بېساری تاریخي فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې له دغه فرصت څخه دې د یادې ستونزې د اساسي حل لپاره ګټه واخیستل شي.

نوموړي وویل: ”موږ په يوه داسې بېساري تاریخي پړاو کې یوو چې د (اسلامي) امت او په همدې ډول د نړۍ پام قدس، حرم شریف او د فلسطین خلکو حقونو ته را اوښتی. هغه اجماع چې د اسلامي امت ترمنځ شته، هیله بښونکې ده؛ لکه څنګه چې لارې او دولتونه، جوماتونه او رسنۍ، خلک او رهبران، نارینه او ښځینه، زاړه او ځوانان په یوه واحد غږ خبرې کوي.

هېڅ کله هم د اسلامی نړۍاو له دې په لویه کچه د نړۍ ترمنځ یووالی او همغږي په دې اندازه عالي نه وه، چې د قدس ځانګړي ځای ته درناوی وشي. فلسطین یو ځل بیا د پام وړ وګرځېد. “
د هېواد په داخل کې د افغان دولت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د معقول دریځ او ارزښتناکې وینا پراخ هرکلی وشو او دا یې ثبات کړه چې افغان حکومت په ملي او بین المللي په ځانګړي ډول اسلامي مسایلو کې د خپلواک دریځ اختیارولو صلاحیت لري او ولسمشر غني له دغه صلاحیت څخه اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو او بین المللي نورمونو ته په پام معقوله ګټه اخلي.
لنډه دا چې که جنګ، مافیایي حلقې، فساد او نورې بدمرغه کړۍ نه وي او حکومت د خپلو پلانونو، پروګرامونو او برنامو تطبیق ته پرېښودل شي، نو باور دی چې افغانستان به د حکومت د معقول دریځ او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پوهې او درایت له برکته ډېر ژر نه یوازې له اوسنیو ستونزو راووځي او د پرمختګ کاروان ته به ځان ورنږدې کړي، بلکې له ټولنیز پلوه به هم افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه وځلېږي او خپل پخوانی عظمت، حیثیت او باور به یو ځل بیا خپل کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top