اروزګان ولایت کې پولیس د لوږې او تندې له امله، پوستو پرېښودو ته اړ شوي

اروزګان ولایت کې پولیس د لوږې او تندې له امله، پوستو پرېښودو ته اړ شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۵مه)  ویل شوي، چې د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ملي پولیسو ته له تېرې یوې میاشتې راهیسې خواړه او اوبه نه دي رسېدلي او په لوږه وخت تېروي.
د یادې ولسوالۍ پولیسو ویلي؛ په ورځو ـ ورځو اوبه او خواړه نه ورسېږي او په لوږه او تنده د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
د اروزګان د پولیسو قومندان رحمت الله صدیقي د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې شته ستونزې مني خو وايي چې په ۶ولسوالیو ته په نوبتي ډول اکمالات کوي.
تېره ورځ د همدغه ولایت څخه راپور ورکړل شوی و، چې د پولیسو په لیکو کې کم عمره ماشومان شته، چې ډېری یې قومندانانو د جنسي غریزې د سړولو لپاره ساتلي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top