وزیري ویلي؛ د پاکستان دفاع وزارت يو پلاوی کابل ته راغلی

 وزیري ویلي؛ د پاکستان دفاع وزارت يو پلاوی کابل ته راغلی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۵مه) د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیري ویلي، چې د پاکستان د دفاع وزارت د اپراسیون رئیس په مشرۍ يو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ په يو لړ امنیتي مسایلو د بحث او خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.
وزیري زیاته کړې چې، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو ډېر تمرکز به د کرښې دواړو خواوو ته د همغږۍ د مرکزونو په بېرته فعالولو وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چازو وزارت ویاند محمد فېصل د پنجشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته ویلي و، چې پاکستان د افغانستان د پلاوي د سفر پرمهال په دې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې به د دواړو لوریو پوځي استازي ځای پر ځای کېږي.
د وزیري په خبره تر دې دمه د افغان چارواکو له خوا له راغلي پاکستاني پلاوي سره کومه هوکړه نه ده شوې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top