امریکا وایي پر سعودي توغول شوي لېرې واټن ویشتونکي توغندي په ایران کې جوړ شوي

امریکا وایي پر سعودي توغول شوي لېرې واټن ویشتونکي توغندي په ایران کې جوړ شوي



د امریکا دولت وایي چې پر سعودي د حوثي یاغیانو له خوا توغول شوی توغندي د ایران له خوا جوړ شوي دي.
یاده ادعا په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هېلي په هغه خبري کنفرانس کې وکړه چې ورسره یو شمېر د توغندیو پاتې شوني هم د خبریالانو نندارې ته ایښودل شوي وو کوم چې ادعا کیږي د حوثیانو له خوا پر سعودي توغول شوي دي.
نیکي هېلي وویل چې تېره میاشت د حوثیانو له خو د ریاض پر هوایي ډګر توغول شوی توغندی د ایران له خوا جوړ شوی و خو ایران د هېلي دا تورونه په کلکه رد کړي دي.
امریکا ادعا کوي چې ایران په منځني ختیځ کې کړکیچونو ته لمن وهي، بالستیک توغندي جوړوي او بیا یې په یمن کې د حوثي یاغیانو ته لیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي دي داسې کره شواهد نشته چې د ایران پر وړاندې یاده ادعا ثبوت کړي.
له بلې خوا سعودي د امریکایانو د ادعا پلویتوب کړی دی او غوښتنه یې کړې چې د ایران پر وړاندې باید نړیوال ګام پورته کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top