هدف، زده کړه او بری/ ۲۹ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۲۹ برخه


د دماغ او فکر پیاوړي کول


 

د دماغ او حافظې د پیاوړي کولو لارې


دا چې زده کړه او لیکنه د فکر او حافظې له پیاوړتیا سره تړلي دي، له خپل کتاب (د ژوند روغتیايي لارې) څخه ددې لیکنې انتقال دلته لازم ګڼم.
د پوهنې او روغتیا وزارتونه رسمي دنده لري، چې د زده کوونکو د ذهني روغتیا د ساتنې او تقویې لپاره تر زیږون مخکې، وروسته او د ښوونځي په دوره کې لازم تدبیرونه ونیسي او دا یقیني کړي، چې افغان ماشومان د خپلې ودې او انکشاف تر ټولو لوړ پوټنشیل ته ورسیږي.
لاندې معلومات پدې برخه کې د ماشومانو او لویانو ټولو لپاره ګټور دي.

 
د دماغ د پیاوړتیا، پیچلتیا او ځواک په اړه مو په لومړیو مخونو کې معلومات ولوستل. د دماغ له دومره پېچلتیا او پراختیا سره دا مسئله مهمه ده، چې د خپل مغز د دندو او کار د ډول په اړه پوه شو؛ هغه که په کار کې وي، که په تفریح کې او که په اړیکو کې. دا، چې تاسو د خپل بدن او ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو لپاره ځینې کارونه کوئ، د دې چانس هره شیبه شته، چې د خپل مغز روغتیا او تقویه مو هېره شي. د دماغو پیاوړي کول ستاسو پر روغتیا او خوښۍ سربیره د ښې زده کړې لپاره هم حیاتي ارزښت لري. که تاسو په هر عمر کې یاست، ستاسو دماغ او حافظه نوره هم قوي کیدای شي. د دماغ او حافظې حجرې په هر عمر کې زیاتیدای شي، نوې لارې موندلای شي، تطابق کولای او نوي شیان زده کولای او رایادولای شي. د دماغ او حافظې پیاوړتیا د عضلاتو د پیاوړتیا په شان ده، څومره، چې عضلې ډيرې کارول کیږي همغومره پیاوړې کیږي او لوییږي. دماغ هم د زیات فعالیت په نتیجه کې لا زیات پیاوړی کیږي. د لاندې لارو په عملي کولو سره مو مغز او حافظه پیاوړې کولای شئ:
 
د دماغ حجرې مو رافعالې کړئ
څېړنو ښودلې، چې د فزیکي تمرین په صورت کې د دماغ حجرې تر عادي حالته ډېرې زیاتېږي، د دماغ د هیپوکمپس ناحیې حجرې، چې د زده کړې او حافظې مسئوله برخه ده،  د سپورټ په نتیجه کې دوه چنده کېږي، خو سپورټ باید د مینې له مخې وکړئ، نه د جبر له مخې؛ ځکه د مینې له مخې د سپورټ په صورت کې انسان هوښیار، بیدار او خوشال وي. په دماغي فعالیت کې مو پام وي، چې د زړه او سږو لپاره مو ګټور فعالیت ته ترجیح ورکړئ، همدغه فعالیتونه ستاسو دماغ ته د وینې د جریان د ښه کیدو له لارې د اکسیجن او غذایي موادو کافي اندازه لیږدوي. همدا راز د زهرجنو کیمیاوي موادو له تصفیې سره مرسته کوي او دماغي فشار مو کموي. دا ټول ستاسو دماغ تقویه کوي.
 
دماغي تمرين هم وکړئ
یوازې فزیکي فعالیت کافي نه دی، دماغي فعالیت هم زیات کړئ او په نوي او نوښتګر ډول یې وکړئ. نوی اواز، بوی، رنګ، خوند، فکر کول، لیدل، تصور کول، ډریوري، تګ، سفر، ارت، هنر، ښه غږ، لیکنه، لوستل او نور ټول هغه دماغي فعالیتونه دي، چې ستاسو مغز لا فعالوي او پیاوړی کوي یې. نوي کارونه باید له چلنجه ډک وي. عادي او ورځني کارونه مو هسې هم د دماغ زده دي. د هغوی لپاره یې لارې موندلې دي، دماغ له نوو مسئلو او نوو چلنجونو سره مخ کړئ، چې پیاوړی شي. نوی مهارت زده کړئ، نوی شی زده کړئ. دا هر کار په مینه، دقت او شوق سره وکړئ، چې ستاسو د خوښۍ او قناعت سبب شي، پدې صورت کې دماغ تقویه کیږي.
د دماغ او حافظې د پیاوړي کولو لپاره تر ټولو وړاندې لاندې لارې چارې عملي کړئ:
په پوره پاملرنې سره درس ووایئ. که په شورماشور کې درته مزاحمت کیده، آرام ځای انتخاب کړئ. په زده کړه کې زیات حواس په کار واچوئ. له سترګو، غوږونو، لاسونو (د یادداښت لیکلو لپاره) او نورو حواسو کار واخلئ. رنګ، بوی، بڼه، حجم، کلکوالی او نرم والی ټول تاسو سره په ښه یادولو کې مرسته کوي. معلومات له نورو سره شریکول بله لار ده، چې ستاسو حافظه پیاوړې کوي. تمرین او امتحاني آزموینه او تشریح بله ګټوره لار ده. پر اساسي مفکوره تمرکز او ورته مثالونه موندل، له نورو شیانو او حالتونو سره تشبیه کول، لنډیزونه او کوډونه جوړول ټول حافظه او مغز پیاوړي کوي.
درسونه مو تر وسه وسه زیات تکرار کړئ، په خپله طریقه یې تنظیم کړئ. مشابه موضوعات یو ځای ته راوړئ. د پرتلنې او تضاد لپاره یې له نورو موضوعاتو سره وګورئ، مثالونه ورته پیدا کړئ، ځان ته داسې شیان جوړ کړئ، چې د سګنال کار وکړي. د ضرورت په وخت کې په ګروپي ډول زده کړه، مباحثه او نتیجه ګیري وکړئ.
 
تل د ولې پوښتنه وکړئ
د انسان مغز کنجکاو او پلټونکی دی. هره ورځ له ځان او نورو څخه د ژورو مسایلو په اړه لږ تر لږه لس پوښتنې وکړئ. ځواب یې په داسې ډول ومومئ، چې مغز او فکر مو قانع کړي.
تل خندان اوسئ
خندا په بدن کې اندورفین او نور کیمیاوي مواد ازادوي، چې Stress (رواني فشار) له منځه وړي او خوشالي او دماغي فعالیت مو زیاتوي. خندا ته د دماغ د [چټک بیا چارجوونکي] نوم ورکړل شوی دی. د ښو ملګرو لرل او په ګډه د خندا او خوشالۍ فرصتونه رامنځته کول د دماغ او حافظې د تقویې سبب کیږي. ټوکې زده کړئ، ویې وایئ، وایې ورئ او ورته وخاندئ. خوش‌طبیعتي د دماغ او حافظې پیاوړي ملګري دي.
 
هغه خواړه وخورئ، چې دماغ ته ګټور دي
تازه میوې، سابه، ماهیان، د ماهي غوړي، جنغوزي، غوزان، نورې مغزلرونکې وچې میوې،کورکمن، اومیګا-۳- او نور خواړه، چې دماغ پیاوړی کوي، وخورئ. دا خواړه زړه او دماغ ته د وینې جریان ښه کوي او په دې ډول د دماغ د پیاوړتیا سبب ګرځي. د ژور خپګان، هېرېدو او د تمرکز د قوې کمزوري هم رغوي. د دماغ حجرې لویو خوراکي توکو (پروټین، غوړو، قندونو) او کوچنیو غذایي توکو (ویټامین او منرال) دواړو ته تر نورو حجرو ډېره اړتیا لري. د بدن ۲۰٪ اکسیجن د دماغ له خوا مصرفېږي. قند ورته د عضلي حجرو په نسبت درې چنده ضرور دی. شین چای او پاکې اوبه دماغ ته ګټورې دي، اوبه دماغ ته تر هرې بلې حجرې ډېرې په کار دي، ځکه د دماغ ۷۵ تر ۸۰ سلنه حجرې له اوبو جوړې دي.
 
تېرې خوږې خاطرې مو را يادې کړئ
د انځورونو پخوانی البوم مو مخې ته کېږدئ او د تېر وخت، ځای، حالت، اشخاصو او نورو جزئیاتو خاطرې مو رایادې کړئ. که البوم نه لرئ، هسې له خپل فکر څخه تېرې خاطرې رایادې کړئ. کوښښ وکړئ، چې خوږې شیبې او کیسې رایادې کړئ. د بدو خاطرو رایادول ګټور نه دي؛ ذهن خفه او پریشانوي.
 
په بدن کې مو د شحمو (غوړو) ذخېرې کمې کړئ
په وینه کې ډېر غوړ د اکسیجن لرونکې وینې اندازه کموي، د ګلوکوز اندازه، چې د دماغ تر ټولو ښه خواړه دي، هم کموي.  د ورځني ضرورت ۳۰٪ انرژي له غوړو واخلئ، خو د زیتون، جوارو، ماهي او نورو تخمونو غوړي استعمال کړئ. پنیر، سره غوښه، مشبوع شوي غوړي، کوچ، پیروی او نور غوړ خواړه کم وخوري. دا خواړه د دماغ کوچني رګونه تنګوي او د دماغ او حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي.
 
معماګانې حل کړئ
هر څومره، چې پېچلې معماګانې حل کړئ، دماغ مو پیاوړی کېږي. دا کار د ساعت‌تېرۍ لپاره وکړئ، نه د مجبوریت او جبر له مخې. پیچلې لوبې هم زده او تمرین کړئ، لکه شطرنج. د ریاضي او ساینسي مضامینو ستونزمن تمرینونه هم حل کړئ، نوې لارې پکې راوباسئ، چې دماغ او حافظه مو ښه پیاوړي شي.
 
خواږه او ارام اوازونه واورئ
که ارام او خواږه اوازونه واورئ، مغز مو اراموي، دمه کوي او تقویه کوي. د قرآن شریف خوندور تلاوت کول او اورېدل تر ټولو زیات دماغ او زړه اراموي.
د موسیقۍ په باب ډېر نه پوهېږم، ځکه په دې باب نظریات بېلابېل دي. ځینو څېړنو ثابته کړې، چې ارامه موسیقي مغز اراموي او له شرو شور ډکه موسیقي د بدن مقاومت کموي او مغز نا ارامه کوي. د وخت ضیاع او زموږ په ټولنه کې ترې د ټولنیزو فسادونو د پیدا کېدو خطرونه هغه مسایل دي چې تر بحث لاندې راتللای شي.
 
په ورځنيو کارونو کې مو مهارت زيات کړئ
که پخپل کار حاکم یاست، له اندېښنې او سودا څخه خلاصېږئ، د رضایت او سکون احساس درته پیدا کېږي، چې دماغ ته مو ګټه رسوي. البته هره ورځ کوښښ وکړئ، پخپل کار کې یوه اسانه او نوښتیزه لار راوباسئ، باغواني، ګنډل، لوستل، لیکل، رسامي، معماري او هر کار، چې وي، نوې او مغلقې طریقې پکې را پیدا کړئ، په دې صورت کې مو مغز قوي کېږي او د نوښت قوه مو زیاتېږي.
 
له الکولو او مخدراتو څخه ډډه وکړئ
الکول د هیپوکمپس حجرې تخریبوي، د دماغ د نوو حجرو د جوړېدو مخنیوی کوي او د ماغ د دندو د اجرا کار ټکنی کوي. سګرټ دماغ ته د اکسیجن په رسېدو کې کمښت راولي، باید له سګرټو، الکولو او نورو مخدراتو ډډه وشي.
 
لوبې وکړئ
بېلابېلې لوبې مغز ته ګټه رسوي. په لوبو کې د رنګونو او مغلقو شیانو استعمال مغز فعالوي او ستراتیژیک فکر کولو ته یې هڅوي.
 
د مثبتو مسايلو او زده کړې په باب د فکر کولو په حال کې ويده شئ
کله، چې په یوه مهمه موضوع فکر کوئ، درس زده کوئ او یا نوې موضوع لولئ ورپسې متصل ویده شئ. ۲۰٪ – ۳۰٪ معلومات مو د خوب پر مهال زده کېږي. خوب ته په نږدې وخت کې په ویښه ناتکمیل زده شوي شیان په خوب کې په کره ډول زده کېږي. که د ویده کېدو پر مهال خوږه خاطره یا ښکلی ځای ذهن کې مجسم کړئ، مغز ته مو ګټه رسوي.
خوب مو منظم کړئ. څیړنو ښودلې ده، چې منظم خوب د دماغ او حافظې له تقویې سره مستقیم اړیکي لري. هره شپه وختي ویده او وختي پاڅئ. د ورځې په منځ کې هم له نیم تر یو نیم ساعت خوب وکړئ. د درس لپاره بې خوبي د زده کړې کیفیت په داسې ډول زیانمنوي، چې د څو ورځو زده کړه مو ګډوډوي.
 
تمرکز وکړئ
تمرکز د مغزونو پیاوړتیا سره ډېره مرسته کوي. کوم کار، چې کول یې ضرور وي، کولو ته یې لومړيتوب ورکړئ، په دغه شېبه کې نورو فرعي فکرونو ته مغز مه متوجه کوئ. که یو کار ته تیار نه یاست دا پخپل فکر کې ومنئ، چې دغه کار بل وخت ته معطلوئ، او اوس یې نه کوئ. یعنې یا یو کار سمدستي پیل کړئ او یا یې مشخص وخت ته وځنډوئ. کوم کار، چې بل وخت ته ځنډوئ، په باب یې فکر د هغه کار په باب له فکر سره مه ګډوئ، چې اوس یې کوئ. دا کار تمرکز خرابوي، او تمرکز د مغز د پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.
 
له خپل مغز سره مو مينه وکړئ
د مغز د ارامتیا وسایل او فرصتونه برابر کړئ. ارام کورنی ژوند، له خپل اولاد، مېرمنې/ خاوند او کورنۍ سره فوق العاده مینه، د ژوند له شریک سره تفاهم او موثر/ مشروع جنسي اړیکي ټول ستاسو د مغز له ارامتیا او تقویې سره مرسته کوي.
 
 
د ژورې مينې له مخې کار وکړئ
که هر کار او مسلک پر مخ وړئ په ژوره (لېونۍ) مینه یې تر سره کوئ. د مینې له مخې د کار کولو په صورت کې یې حاصل ۱۲۷٪ زیاتېږي. مشهوره خبره ده، ځان روښانه کړئ، چې جهان روښانه کړئ. که خپل کار ښه نه شئ کولای، له نورو سره به څه مرسته وکړئ. له خپل کار سره هغسې مینه وکړئ، لکه ماشومان، چې له لوبو سره د مینې له امله په ساعتونو نه ستړي کېږي، تاسو هم له خپل کار سره مینه وکړئ.
 
د شعور دورې وپېژنئ
دا څرګنده شوې ده، چې زموږ مغز په دوراني ډول کار کوي. کله چې موږ ویښ یو، مغز مو ۹۰ دقیقې پوره بیدار او بیا ۳۰ دقیقې د نیمه استراحت په حالت کې وي. دغه دورې باید وپېژندل شي. مهم او جدي کارونه د پوره بیدارۍ پر مهال وکړئ او هنري، نوښتیز او شاعرانه کارونه هغه وخت وکړئ، چې مغز مو په نیمه استراحت حالت کې وي، ځکه د نیمه استراحت پر مهال د دماغ د نوښت قوت زیات وي.
 
هره ورځ يو نوی شی زده کړئ
هره ورځ یو نوی شی یا لږ تر لږه یو نوی لغت زده کړئ، چې مغز فعال او ځوان ساتي. که هره ورځ یوه نوې  موضوع ولولئ او نژدې کسانو یا د کورنۍ غړو ته یې شرح کړئ، د دماغي ودې پر لور ځئ، نژدې کسانو ته مو خیر هم رسېږي. پر اړونده موضوع مو پوهه هم زیاتېږي.
 
داسې څه وليکئ، چې ولوستل شي
لیکنه مو مغز تقویه کوي، تنبیه کوي، ظرفیت یې زیاتوي او ټولنیز خیر مو هم رسېږي او هغه شیان در زده کوي، چې لوستي مو وي. که د خپرولو وړ څه نه لیکئ، د ماشومتوب کیسې، ملګرو سره مو وختونه، د کورنۍ خوږې شیبې او دوی ته ورته شیان ولیکئ. که کولی شئ، یو بلاګ جوړ کړئ او خپلې لیکنې پکې د نورو د مطالعې لپاره کېږدئ.
 
خوشبويي استعمال کړئ
خوشبویي مغز ته ګټه رسوي. که د طبیعي ګلانو او ښو بویونو څخه استفاده درته ممکنه وي، ډېره ښه ده که نه وي ښه اصیل عطر استعمال کړئ، شاوخوا مو معطروي، مغز مو تقویه کوي، بیداري مو زیاتوي او تمرکز مو پیاوړی کوي. د نعناع، لېمو او سروې په شان خوشبویۍ انرژي ورکوونکې او د ګلاب، نرګس، جریبن او رامبېل په شان خوشبویۍ ارامونکې دي. البته د عطرو په اخیستو او استعمال کې ډیر احتیاط په کار دی. طبیعي عطرونه ښه دي، خو په ډېری مصنوعي عطرونو کې د ښه بوی د زیات دوام لپاره د فټالیټ په نوم مواد ګډ وي، چې حافظه کمزورې کوي. باید عطر په دقت انتخاب او وکارول شي.
 
د دماغ د تقويې درمل هم شته
که ضرور نه وي بې له درملو خپل دماغ تقویه کړئ، خو که خاص ضرورت وي، له ډاکتر سره مشوره وکړئ. کافین موقتي او د کم وخت لپاره دماغ تنبیه کوي. نور له بوټو څخه جوړ او طبي درمل هم شته چې د اړتیا په صورت کې د ډاکتر په مشوره استعمالېږي.
 
په خپل مغز باور وکړئ
پخپل دماغ باور وکړئ. تاسو هم د ۱۰۰ زره میلیونه حجرو لرونکی مغز لرئ، له هڅوونکو خلکو سره راشه درشه کوئ، چې امید او هیلې درکوي، د مجلو او کتابونو له لوستلو څخه هغه لارې چارې زده کوئ، چې مغز مو تقویه کوي. لوستل پخپل ذات کې هم د دماغ له تقویه کولو سره مرسته کوي. د خلکو، شیانو، ځایونو او موقفونو تر منځ اړیکي  څېړئ او سبب یې پیدا کوئ. مغز مو له ننګونو (چلنجونو) سره مخامخوئ او کوښښ کوئ چې بریالی ترې راووځي.
 
د ناروغیو درملنه وکړئ
د زړه او رګونو ناروغي، ډیابت، دماغي فشار، هورموني بې توازني او نورې ناروغۍ پر وخت تداوي کړئ. د دماغ له روغتیا سره مستقیمه مرسته کوي.
 
د نوو ماشومانو د دماغ قوت ته متوجه اوسئ
 د مور په نس کې له لومړۍ ورځې او تر زیږون وروسته د ژوند لومړۍ ۲۴ میاشتې د ماشوم د دماغ د ودې تر ټولو بهترین وخت دی. هیله ده دې ته جدي پاملرنه وکړئ. میندواره مور باید د میندوارۍ له لومړۍ ورځې او حتی ترې مخکې د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ او اوسپنه لرونکي خواړه او ایوډین لرونکې مالګه ضرور استعمال کړي. تر زیږون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې او تر هغه وروسته تر ۲۴ میاشتو پورې د مور له شیدو سره یو ځای قوي، متوازن او ښه بشپړونکې خواړه ماشوم ته ورکړئ. البته پدې صورت کې به د ماشوم دماغي وده ډېره عالي وي او ذهني قوت یې ډېر زیات لوړېږي. که په دې موده کې لازمه پاملرنه ونه شي، د ماشوم په مغز کې منځته راتلونکي زیانونه د بېرته راګرځېدو وړ نه دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top