د ننګرهار خوګیاڼیو کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار خوګیاڼیو کې ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې



د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د یاد ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ پیل شویو عملیاتو کې له پنځوسو زیاتو داعش ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد عملیات څلور ورځې وړاندې پیل شوي دي چې اوسمهال د نوموړې ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې جریان لري چې د وزیرو تنګي ته نېږدې دي.
افغان ځواکونه وایي چې له ۴ ورځو راهیسې یې ۲۶ داعشیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپيان کړي دي.
د چارواکو په وینا چې د افغان ځواکونو لپاره د داعش ډلې له خوا ځای پرځای شوي ماینونه او نښان ویشتونکي لوی ګواښونه دي چې د چټک پرمختګ مخه یې نیولې ده.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top