تر جنسي رسوايۍ وروسته په کنګره کې د امریکا د کنټاکي ایالت استازي ځانوژنه کړې

تر جنسي رسوايۍ وروسته په کنګره کې د امریکا د کنټاکي ایالت استازي ځانوژنه کړې



ډن جانسون، د امریکا به کنګره کې د کنټاکي ایالت استازي ځان په مرمۍ ويشتلی او ځانوژنه يې کړې.
دغه پېښې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته کيږي، کله چې يوه امریکايي مېرمنې نوموړی په دې تورن کړ، چې کله دا ۱۷ کلنه وه چې د جانسون لخوا د جنسي تيري او آزاره سره مخ شوه.
د «پوليټ» سیمې د پولیسو د رييس په وینا، چې ۵۷ کلن ډن جانسون د چارشنبې په ماښام د «ماونټ» د پله پر سر په واشینګټن کې ځانوژنه وکړه، او مړی يې چې په سیند کې غورځېدلی و د اوبو په سر جوت شو او هغه وسله هم وموندل شوه، چې نوموړي پرې ځانوژنه کړې وه.
تر ځانوژنې مخکې جانسون په فیسوبکي پيغام کې لیکلي وو چې «دغه ادعاوې جوړې شوي دي او يوازې خدای ته حقیقت مالوم دی.»
په روانه اونۍ کې د کنټاکي د پلټنو په مرکز کې د «ماراندا ریچموند» په نوم يوې ميرمنې داسې شکایت ثبت کړ، چې د جانسون د لور ملګرې وه او کله چې ۱۷ کلنه وه یوه شپه د دوی په کور کې ميلمه وه، چې د جانسون د جنسي تيري سره مخ شوه. د نوموړې په وينا، چې هغه مهال يې هم شکايت په پولیسو کې ثبت کړ، خو پولیسو دغه دوسیه وتړله.
جانسون دغه تورونه په کلکه رد کړي وو، خو د دموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوند د نوموړي د استعفا غوښتنه وکړه.
ويل کيږي، چې يو کال مخکې ډن جانسون بارک اوباما او ميرمن يې له بیزو سره تشبيه کړي وو، چې لوی جنجال يې رامنځته کړ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top