نېکي هيلي: مخکې له دې چې ایران په یوه بله شمالي کوریا باندې بدل شي، باید مقابله ورسره وشي

نېکي هيلي: مخکې له دې چې ایران په یوه بله شمالي کوریا باندې بدل شي، باید مقابله ورسره وشي



په مطبوعاتي کنفرانس کې د امریکا استازې نيکي هيلي په پوځي اډه کې وويل، چې ایران په منځني ختیځ کې له ټولو ترهګرو ډولو سره لاس لري او مخکې له دې، چې دغه هېواد په یوه بل شمالي کوریا باندې بدل شي، باید مقابله ورسره وشي.
نوموړې زیاته کړې، چې د ایران د تجاوزنو لمنه له یمن نه تر لبنانه او له عراق نه تر سوريې پورې خوره ده او موږ د دې ټولو لپاره اسناد لرو.
د هيلي په وینا، چې ایران فکر کوي، چې نړيوالو دوی ته اجازه ورکړې هر هغه څه يې چې زړه وي ترسره کړي.
دغې استازې په ډاګه کړه، چې امریکا د امنيت شورا سره په دې سلا کوي، چې د ایران پر ضد څه ډول اقدامات تر سره شي.
د امریکا استازې په ملګرو ملتونو کې له ټولو نه غوښتنه وکړه، چې د ایران له ګواښونو سره مقابله وکړي، تر څو دغه هېواد د شمالي کوریا په څېر نشي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top