ننګرهار: داعش جنګيالو ته مرګ او ژوبله اوښتي

ننګرهار: داعش جنګيالو ته مرګ او ژوبله اوښتي



روهي (پنځه نۍ/۲۳ د لېندۍ)، د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال درې داعش وسله وال وژل شوي او اووه نور تپیان شوي دي، همدا راز یو شمیر کلې هم د داعش څخه پاک شوي دي.

د دې عملیاتو پر مهال شپږ حلقې بېلابېل ډوله ماینونه هم د منسوبینو له لورې کشف او لمنځه وړل شوي او همدا راز د داعش ډلې څخه یوه پایه مخابره هم تر لاسه شوې ده.

د تېرو څو کالنو راهيسې د ننګرهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې داعش جنګيالي له افغان حکومت سره په جګړه اخته دي، چې په پايله کې يې د سيمو ډيری اوسيدونکی نورو امنو سيمو ته په کډوالۍ اړ شوي دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top