افغانان تر بل هر چا د سولې په ارزښت ښه پوهیږي

افغانان تر بل هر چا د سولې په ارزښت ښه پوهیږي



افغانستان چې له تیرو درېيو لسیزو څخه تر ننه د تورې تپل شوې جګړې له امله له راز- راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د هغه وخت ځوانان چې نن ځانونه رهبران بولي په مختلفو نومونو یې په دې هیواد کې د جګړو سرې لمبې په دې مظلوم ولس تودې وساتلې او د خپلو بادارانو په مټ یې ددې هیواد بنیادي پروژې او تاسیسات، ښوؤنیز او روزنیزې دستګاوې، صعنت او بریښنا او بلاخره هر هغه څه چې ددې هیواد د پرمختګ وسیلې وې له مینځه یوړې او یا یې پر نورو هیوادونو وپلورلې. تر څو افغانان له هر اړخه د نورو هیوادونو محتاج وګرځي او همداسې وشول. تر ننه پورې جګړو ددې هیواد باعزته ولسونه بې عزته کړل، میندې یې بورې کړې، ماشومان يې یتیمان کړل، خویندې مو کونډې شوې،هغه پیغلې چې د غرور پړونی یې پر سر وه نن په سړکونو کې خیرات ټولو ته آړې شوې، هغه ماشومان چې نن یې باید پلار ورته مینه ورکړې وای او ښوؤنځۍ ته یې لیږلي واي د مجبوریت له وجهې یې شونډو تور پتري نیولي او په درنو کارونو بوخت دي تر څو خپلې کورنۍ ته یوه اندازه حلاله نفقه برابره کړي. کورونه مو وران شول، داسې کورنۍ به نه وي چې کورته یې د روانو جګړو له امله د غم خبر نه وي ورغلاي، تر ننه پورې په ټول هیواد کې د وینو بوي حس کوؤ. داسې ټولنه چې څو نسلونه يې په جګړه کې را لوي شوي وي، کلونه کلونه خويندې بې وروره شوې وي، مېندې بې زامنو شوې وي، ښځې بې خاونده شوې وي، ماشومان بې پلاره شوي وي، خود به د سولې په ارزښت تر بل هر چا ښه پوهېږي. زموږ د جګړه ځپلې ټولنې خلک د سولې په ارزښتونو ښه پوهېږي، زموږ خلک په دې هم پوهېږي چې سوله د اسلاميت او انسانيت غوښتنه ده، سوله د ژوند لار ده، سوله ايمان دی، سوله سوکالي ده، سوله پرمختګ دي، سوله عزت دي، سوله کول عبادت او د خدای ج قراني حکم دی.

د سولې نوم په اوریدو سره زمونږ زړونه داسې روښانه کیږي لکه تږي انسان ته چې په دشته کې د یخو اوبو ویاله پرمخ ورشي او په خپلو لپو کې اوبه ورڅخه را واخلي او خپل زړه ورباندې خړوب کړي. سوله د ژوند هغه سپېڅلی نوم دی چې پرته ورڅخه ژوند نه کېږي او نا ممکن دی، خو د دغه نوم په خوږوالي، لذت، ښکلا، ارزښت، مينه او قدر هغه څوک ښه پوهېږي چې جګړې ځپلی وي، ټوک ټوک شوي وي، کډوالي يې ليدلي وي، کورونه يې جګړو لوټي لوټي کړي وي او خپل خواږه دوستان يې له لاسه ورکړي وي. زموږ د هېواد خلک سولې ته تږي دي، زموږ خلکو د سولې لپاره پنځه وخته لمانځه کې خدای ج ته لاسونه لپه کړي دي او سوله یې ورڅخه غوښتې ، افغانان چې له هرې لارې توانېدلي دي همدا غوښتنه يې کړې ده چې موږ سوله غواړو، همدا يې ويلي دي چې: «جنګ دې ورک شي، رنګ دې ورک شي موږ سوله غواړو.»

سوله د جنګ له نه موجودیت څخه په زیاته معنا سره تعبیر شوې؛ یعنې له جنګ پرته، سوله د خلکو تر منځ ښېګڼې، یووالي، ورورګلوي، انساني او اسلامي مقدساتو ته احترام رامنځته کوي. سوله هیوادونو ته پرمختګونه ورکوي که چېرې موږ د اسلام او سلام سپېڅلو کلمو ته چې عربي کلمې دي، ځیر شو نو اخري مفهوم یې د خدای ج په سولې او امن سره انتها کېږي بالاخره دا د مسلمانانو په فرهنګ کې یوه ډېره عمده او مهمه موضوع ده.

د سولې په راتګ سره به مونږ وکولاي شو چې هر آړخیز اقتصادي- سیاسي- ټولنیز پرمختګ، ښوؤنې او روزنې او آرام ژوند ته لاسرسي پیدا کړو. مونږ به وکولاي شو چې نور خپل پاتې ژوند په خوښیو کې تیر او راتلونکي نسل ته د یوه آرامه ژوند زمینه برابره کړو. کوم هیوادونه چې په سوله کې ژوند تیروي د هر اړخیز پرمختګ څښتنان دي؛ دوي له نورو بې وزله هیوادونو سره مرستې کوي. هلته د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرې دي. اقتصاد يې مخ پر ودې روان دي.

خو ناهیلې کیږو نه زمونږ ځوانان په شعوري ډول سره ددې هیواد د پرمختګ لپاره ښه چانس دي دوي به وکولاي شي چې په خپلو مټو دا هیواد ورغوي او د جګړو لمن ورڅخه ټوله کړي. نوی نسل د جګړې فکر نلري او سولې ته ژمن دي. ځکه دوي آزاد او مستقل شخصیتونه دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top