طالبان ولې په فلسطین کې جهاد نه کوي!؟

طالبان ولې په فلسطین کې جهاد نه کوي!؟



2017 / 12 / 14
د اسلامي امارت سرسپارلي مجاهدین له لومړۍ ورځې څخه د الله تعالی د دین د لوړاوي په موخه د شر او فساد د له منځه وړلو لپاره راپاڅېدل او الحمد لله چې تر اوسه هم په خپل دغه دريځ کې کلک ولاړ پاتې شوي دي، څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ‌ډنالډ ټرمپ د اشغال شوي فلسطین په پاکه خاوره کې د خیالي اسرائیل لپاره بیت المقدس چې د ټول مسلمه امت لومړنۍ قبله او د لسګونو انبیاو مدفن دی پایتخت وټاکه،په اسلامي هېوادونو کې د دغې کړنې پر وړاندې د ټولو مسلمانانو تأثرات یو ‌ډول نه وو.چا به ویل چې فلسطین پوه شه او کار یې زموږ یې پرې څه، چا به ویل موږ خپله په خپل هېواد کې په امن او خوندي نه یو نود فلسطین غمه به څنګه وخورو!، چا به ویل چې فلسطینیان زموږ په غم کې نه دي نو اوس یې موږ هم په روانو کړکېچونو کې ځان نه ښکېلوو.پر دې سربېره په اسلامي هېوادونو کې یوه بې خبره او صغیر قشر پر اسلامي او جهادي حرکتونو او ډلو باندې یو اعتراض دا کاوه چې ګواکې ولې د فلسطین په ننګه هلته نه ورځي او جهاد نه کوي!؟ په ګران هېواد افغانستان کې هم د دموکراتانو،جمهوریانو،ښاري او بازاري ځوانانو یو عمده اعتراض پر طالبانو دا و او دی چې طالبان که واقعا مجاهدین وي او د الله لپاره جهاد کوي نو فلسطین ته دې ولاړ شي. د دغه اعتراض په ځواب کې باید وویل شي

چې:
که په روانو جهادي فعالیتونو کې پر لومړیتوبونو تم شو نو پکار هم دا ده چې د مسلمانانو قبله دې د اشغالګرو له منګلو خلاصه شي او دا یوازې دیوه مشخص قشر مسؤولیت نه؛ بلکې د ټول امت مسأله ده، طالبانو د لاندې دلایلو له مخې فلسطین کې جهاد و نه شو کړای:
 
لومړی: موږ د اسلام معتقدات او شعائرو ته په هر ځای کې په یوه سترګه ګورو،څه په افغانستان کې وي یا په بیت المقدس کې،له دې امله افغانستان چې یو اسلامي هېواد دی عملا د ښکېلاک په لومه کې راګیر دی،هره ورځ په ډېر مهارت او سپین سترګۍ سره دلته زموږ معتقدات او د عقایدو سرې کرښې تر برید لاندې نیول کېږي او ریشخند/پسخند ورباندې وهل کېږي،ډېر خلک په شعوري ډول ملنډې پرې وهي،یوه ورځ قران سوځول کېږي او بله ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توهین کېږي او په بله ورځ یې زموږ پر خویندو او میندو چې هغه هم زموږ د ناموس او عزت برخه ده تېری کېږي.بنا هغه خلک چې وايي افغانستان پرېږدئ او مستقیما فلسطین ته ځانونه ورسوئ، دا خلک په اصل کې یوازې بیت المقدس او په فلسطین کې شته شعائر د اسلام مقدسات ګڼې او په افغانستان کې ترې انکار کوي، دلته قران او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په تقدس قایل نه دي او وچ انکار ترې کوي( دا مبالغه نه ده روڼ حقیقت دی،خلک یې په غیرشعوري ډول ترسره کوي). تاسو ته مالومه ده چې څه وخت وړاندې په پروان ولایت کې اشغالګرو ځواکونو زموږ کلمې ته توهین وکړ او د سپي په شکل یې عامو افغانانو ته ور وښودله(العیاذ بالله) دا هغه کلمه ده چې د جهاد د فلسفې لومړنۍ بنسټ ورسره پیلېږي، که جهاد ترسره کېږي هم، نو د همدې کلمې د لوړاوي لپاره به وي، او د رسول صلی الله علیه وسلم ډېر حدیثونه هم په دې اړه راغلي دي چې ښه جهاد او واقعي جهاد هغه دی چې د الله تعالی د کلمې د اعلاء او لوړاوي په موخه ترسره شي،موږ همداسې وکړل، په باردو باندې ډک زرنج مو د یوه استشهادي برید په پایله کې پر اشغالګرو ځواکونو منفجر کړ او ۱۵ تنه مو ووژل،دا سلسله اوس هم روانه ده، او د فتنې تر پایه به دوام مومي.
 
دویم: اوس د نړۍ سیاسۍ وضعیت ډېر پېچلی او نه اټکل کېدونکی دی،په دغو نامناسبو شرایطو کې که مجاهدین تیت او پرک شول نو لرې نه ده چې مخکې له مخکې به له لوی شکست سره مخامخ شي،لکه د هغه بوډا حکایت چې د لرګیو یوه ټولګه یې خپلو زامنو ته ورکړه چې دا ماته کړئ او زامنو یې تر پایه و نه شو کولای چې هغه ماته کړي دا ځکه چې لرګي ټول یوځای وو خو خپله بوډا چې لرګي سره بېل بېل کړل نو ټول یې له یوه سره په ډېره آسانۍ سره مات کړل او همدا دی د بې اتفاقۍ او یکه تازۍ مثال. نو بنا موږ دا غواړو او هیله لرو چې مجاهدین باید په دې حساس وخت کې خواره واره نه شي او نه هم بیت المقدس داسې په آسانۍ سره د څو زره طالبانو په تللو آزادېدای شي.
درېیم: (الحقُ للقریب ثم للبعید)؛ پر موږ لازمه ده او د عقل،شریعت، او منطق غوښتنه هم دا ده چې لومړی خپل چار اطراف او چاپېریال له هر ډول ناپاکیو او ګندګیو څخه پاک کړو بیا که بیت المقدس ته ورځو هم مناسبه بريښي. دا چې د رسول صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دی چې : (الجهاد ماضٍ إلی یوم القیامه) نو الله مهربان ذات دی چې یوه ورځ داسې هم راشي چې د بیت المقدس د آزادېدو لپاره هم د مؤمنانو لښکرې ور روانې شي.
 
څلورم: شاوخوا یوه پېړۍ کېږي چې مسلمه امت ذلیل دی،کله چې کمال اتاترک په ۱۹۲۴ زيږدیز کال کې د اسلامي - عثماني خلافت د ودانۍ وروستۍ خښته هو وایستله بیا تر ننه پورې ټول امت د ښې ورځې مخ نه دی لیدلی،د انګلستان او په ټوله کې غرب ستراتیژیک پلانونه هغه مهال پلي شول چې دوی ته د امت په منځ کې د فعالیت زمینه برابره شوه،انګسلتان په امت کې مرزونه او کرښې راوپنځولې،امت یې ټوټې ټوټې کړ او تر مرزونو او سرحدونو یې محدود کړ چې له بده مرغه زموږ اکثریت اوس همداسې شوي دي چې خپل د هېواد څلور خواوو ته حریم وایي او پر نورو کار نه لري هغه که مقدسات وي یا مخکې ټاکل شوې سرې کرښې.نو روان پېچلي وضعیت ته که وکتل شي،اوس یې وخت نه دی چې طالبان به فلسطین ته د اقصا د ګټلو لپاره ولاړ شي، ځکه دلته په افغانستان کې د شرق او غرب استخبارات کار کوي، لګیا دي د اسلام د معنوي بنسټونو بېخ باسي او د هر طالب پر پیدا کولو یې جاسوسانو ته پرېمانه ډالر او امتیازات منلي دي،نن ورځ طالب په خپل کور کې له خپلو ماشومانو سره شپه نه شي تېرولی نو دا به د کوم منطق تقاضا وي چې هغه ته فلسطین ته د ورتګ مسأله یادوي!؟
 
پنځم: که خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم و،کله به یې چې د جهاد نیت لاره، نو په لومړي ګام کې به یې د عمومي وضعیت یوه نقشه ځان سره لرله،اول به یې ځان تیار کړ، اسباب به یې برابر کړل، شرایط به یې مطالعه کړل، د خپلو ملګرو او یارانو مشورو ته به یې غوږ ونیو، له هغه وروسته به یې الله باندې توکل وکړ او جهاد ته به راووت، زموږ علما هم دا وايي چې له اعداد پرته د وچو احساساتو له مخې چې هېڅ ډول تیاری و نه لرې او د ورځې مروج وسایل هم درسره نه وي له کافر او د کافر له ملګرو سره ډغره وهل او جګړه کول بری نه لري.ځکه ته به لومړی ځان ورته برابروې،اعداد به کوې،وسایل به راپیدا کوې،ذهنیتونه به جوړوې بیا به وروسته هومره فعالیت کوې چې په وس دې پوره وي او دا هغه وخت دی چې ته باید له الله تعالی څخه د مرستو او نصرتونو غوښتنه وکړې.نو دې په کتو سره یو تریخ حقیقت دا دی چې له بده مرغه په مسلمه امت کې ذهنیتونه ډېر خراب دي او خورا چټک ترمیم ته اړتیا ليدله کېږي، طالبان خو په افغانستان کې په دفاعي جهاد لګیا دي، مالي سرچینې یې هم د ولس له متن څخه دي، په وچه ډوډۍ شپې ورځې تېروي او د سیمې او نړۍ په سترګو کې اغزی او په فکر کې تروریست دی. ای کاش چې موږ په هغه حالت او وضعیت کې وای چې فرض کفايي یا تعرضي جهاد مو کولای او ټرمپ دې اقصی ته کاږه کتلی او موږ به سترګې پرې را ایستلې وای. ای کاش...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top