ولسمشر اشرف غني بیت المقدس د اسلامي تمدن سمبول او د مسلمانانانو د هویت هسته بللې

ولسمشر اشرف غني بیت المقدس د اسلامي تمدن سمبول او د مسلمانانانو د هویت هسته بللې



د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د ترکیې په اسلامبول کې یې د بیت المقدس په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وینا کوله ویلي دي چې بیت المقدس او حرم شریف د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه او د مسلمانانو د هویت هسته ده.
نوموړي زیاته کړې ده چې د اسلامي امت تر مینځ اجماع رامینځته شوې ده او دا یې د خوښۍ وړ خبره بللې، اشرف غني ویلي دي چې د اسلامي امت تر مینځ اجماع خوشالوونکې ده چې ټولو په ګډه خپل غږ پورته کړی دی.
افغان ولسمشر څرګنده کړه چې موږ په دې ځانګړې شېبه کې سره راټول شوي یو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام بیت المقدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز کړو.
د اشرف غني په خبره چې د ملګرو ملتونو هغه پریکړه لیکونه د هرکلي وړ دي چې د فلسطین دولت لپاره د یو خپلواک دولت د درلودلو، د فلسطینیانو د حقونو تامین او د حرم شریف د موقعیت د تثبیت لامل کیږي.
د اسلامي همکاریو کنفرانس غونډه وروسته له هغې راوغوښتل شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمیېنې په توګه په رسمیت وپيژندلو چې له امله یې په اسلامي نړۍ، لرې ختیځ او لویدیځو هیوادونو کې د غبرګونونو څپه راپورته شوه.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.ع شریف زادو

    سلام

    سر تمبه ، لوی  د شیا طینو  شیطان نیتن یا هو  دهتلر زوی څه وایی ؟ دا پیېټی سری هیڅ ډول شرم او حیا نه لری . نومومړی تل دخپل سر زوری ، تکبر،غرور اوزور خبرې کوی  دیاهو خبری د هتلر له ویناووسره   په یوویشتمه پېړۍ کې دوحشت  پیام له ځانه سره لری

     

*


Top