د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: فلسطین دې په رسمیت وپېژندل شي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: فلسطین دې په رسمیت وپېژندل شي



په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، د خپلې غونډې په پای کې د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې فلسطین او همداراز ختيځ بیت المقدس دې د دوی د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
د نړۍ د ۵۷ مسلمانو هېوادونو مشرانو همداراز غوښتنه کړې، چې «د سیاسي او اقتصادي محدوديتونو» په وضع کولو سره دې، له فلسطین څخه ملاتړ وشي، او پر هغو هېوادونو، شرکتونو، مقاماتو دې بندیزونه ولګول شي، چې بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه وپيژني.
په پرېکړه لیک ويل شوي، چې دغه سازمان د بیت المقدس په هکله د ډونالډ ټرمپ د رسميت پېژندلو پرېکړه باطله او بې اعتباره بولي او له امریکا نه يې غوښتنه کړې، چې دغه پرېکړه لغوه کړي.
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو بیا دغه پرېکړه لیک رد کړی او وايي، چې تر ټرمپ وروسته به نور هېوادونه هم دوی په رسميت وپيژني.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top