له حوثیانو د ملاتړ له کبله امریکا پر ایران نور بندیزونه هم لګوي

له حوثیانو د ملاتړ له کبله امریکا پر ایران نور بندیزونه هم لګوي



د امریکا کانګرس به ډير زر پر ایران باندې نوي بندیزونه له دې کبله ولګوي، چې دغه هېواد په یمن کې له حوثي ډلې ملاتړ کوي، چې يمن او سیمه يې بې ثباته کړی.
د «هيل» ويبپاڼه، چې د کانګرس د خبرونو پوښښ کوي خبر ورکوي، چې په یمن کې حوثي ملیشو ته وسلې د ایران د سپاه پاسدارن په واسطه لیږل کيږي، او په همدې اړوند یوه لایحه جوړه شوې، چې پر ایران به نور بندیزونه هم ولګول شي.
په تیر اکټوبر کې د امریکا پارلمان د ایران د بالستیکو توغنديو د انکشافي پروګرام او په لبنان کې د حزب الله ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله پر دې هېواد باندې د بندیز یوه بله لایحه هم تصویب کړه.
د یادونې ده، چې ایران په سیمه کې پراخې لاسوهنې کوي او زیات شمېر وسله والو ډلو سره مرستې کوي، خو هېواد کې دننه يې اقتصاد مخ په خرابیدو دی. اوسمهال د ایران تومان د نړۍ د لسو کم ارزښته پیسو په لست کې شامل دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top