ماليې وزارت له ولسي جرګې د بودجې د تصويب غوښتنه کړې

ماليې وزارت له ولسي جرګې د بودجې د تصويب غوښتنه کړې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ښ، لیندۍ ۲۲مه) د ماليې وزارت له ولسي جرګې څخه د راتلونکي مالي کال د بودجې د تصويب غوښتنه وکړه.
تر دې څو ساعته مخکې د ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه رد کړه.
د ماليې وزارت وياند اجمل حمید عبدالرحیمزي رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کې له وکيلانو د دې بودجې د ژر تصويب غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې وویل چې د بودجې طرحه د ولايتونو تر منځ د توازن د نشتوالي، ځينو ادارو ته د زیاتو مالي لګښتونو په پام کې نيولو او ځينو نورو ستونزو له امله رد شوه.
د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top