امریکا له شمالي کوریا سره خبرو ته تیاره ده

امریکا له شمالي کوریا سره خبرو ته تیاره ده



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي امریکا هر وخت له پیونګ یانګ سره خبرو ته تیاره ده.
نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته کړې دي. ده ویلي، له شمالي کوریا سره د هستوي پروګرام د لانجمنې مسلې د حل لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي، خو که شمالي کوریا په دې برخه کې علاقه نه لري، بیا امریکا یي عسکر له خپل هېواد څخه د ساتنې لپاره هر ډول سر ښیندنې ته تیار دي.
ده همدا راز ویلي، چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا دریځ کاملآ روښانه دي. ټېلرسن ویلي، چېن او روسیه هم په دې برخه کې د امریکا تر څنګ ولاړ دي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top